د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان ټاکنو ملاتړ کوي


د اسلاممي همکاریو سازمان.
د اسلاممي همکاریو سازمان.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادونو یوه د باور وړ اداره بللې چې د افغانستان انتخاباتو ملاتړ یې کړی، د کمېسیون په خبره له دې سره به پر ټاکنیز بهیر د افغان ولس باور لا پوخ شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه د اسلامي همکاریو د سازمان ملاتړ د ارزښت وړ وباله.

نوموړي وویل:

"دا چې نړیوالې مؤسسې لکه د اسلامي همکاریو سازمان یا نور بین‌المللي سازمانونه زموږ کړنې ستایي او د هغې همکاري کوي دا موږ ته یو نوع روح او پیاوړتیا رابخښي. د اسلامي همکاریو سازمان چې هغه د ډېرو اسلامي هېوادونو یو نماینده سازمان دی د هغوی ملاتړ د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او په ټوله کې د انتخاباتو له پروسې څخه، دا به ان‌شاءالله پر پروسه ډېر ښه اغېز ولري او د خلکو اعتماد به پر دغه پروسه نور هم زیات شي."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد

​د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي یوسف‌العثیمین د چارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې دغه سازمان په ټول قوت د افغانستان د انتخاباتو د بهیر حمایت کوي.

العثیمین د افغانستان د انتخاباتو پر نوماندانو وروستۍ حملې په سختو ټکو وغندلې.

یوسف‌العثیمین: د اسلامي همکاریو سازمان په ټول قوت د افغانستان د انتخاباتو د بهیر حمایت کوي.

نوموړي د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړه او د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره‌یې د افغانستان د حکومت د هوډ ملاتړ وکړ.

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي په ورته وخت کې په مکه مکرمه کې د اسلامي نړۍ د عالمانو غونډې ته چې د افغانستان د سولې او امنیت لپاره د چنګاښ په وروستیو کې وشوه، اشاره کړې او وایي چې دې غونډې د افغانستان ټول دوستان او په جګړه کې ښکېلې خواوې دې ته هڅولې دي چې د سولې او پخلاینې له لارې هلې ځلې دوه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي تدامیچي یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي تدامیچي یاماموتو

ملګرو ملتو تر دې مخکې د افغانستان د انتخاباتو ملاتړ وکړ او په یوې اعلامیه کې یې څرګنده کړه چې دا د افغانانو حق دی چې په خپله خوښه په انتخاباتو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کاندید ته رأیه ورکړي.

د یوناما د سې شنبې د ورځې په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په وینا راغلې دي چې نارینه او ښځینه افغانان دا بشري حق لري چې په ازاد ډول خپل دولت او چارواکي انتخاب کړي.

په وروستیو کې په ننګرهار، هلمند او څو نورو ولایتونو کې د ولسي جرګې د کاندیدانو پر کمپاینونو خونړي بریدونه وشول.

په دې ترڅ کې د سې شنبې د ورځې په حمله کې چې په لښکرګاه کې وشوه د ولسي جرګې کاندید صالح محمد خان اڅکزی او اووه تنه نور ووژل شول.

د سې شنبې د ورځې په حمله کې چې په لښکرګاه کې وشوه د ولسې جرګې کاندید صالح محمد خان اڅکزی او اووه تنه نور ووژل شول.
د سې شنبې د ورځې په حمله کې چې په لښکرګاه کې وشوه د ولسې جرګې کاندید صالح محمد خان اڅکزی او اووه تنه نور ووژل شول.

تر دې مخکې اته تنه نور نوماندان وژل شوي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې انتخاباتو د امنیت په برخه کې ډاد ورکوي او څرګندوي چې امنیتي ځواکونه به طالبانو ته اجازه ورنه‌کړي چې انتخابات ګډوډ کړي.

طالبانو بیا دا انتخابات د امریکایانو یوه دسیسه بللې او ویلي دي چې د دې ټاکنو د ګډوډېدو لپاره به له هېڅ‌راز هڅې مخ ونه‌ګرځوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا ګواښ د طالبانو د تبلیغاتو یوه برخه ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG