مریکا وايي، پوځ یې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر مرکز د خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم برید کړی دی.
څو کاله وړاندې د لوګر ښاروالۍ او ځايي ادارې د مرکز پل علم د چوب فروشۍ په سیمه کې د رهایشي نومرو د جوړولو لپار په یو شمېر خلکو د کورنو تعرفې وویشلې، خو بیا ښاریان يې له دې کبله مخالفت ته ودرېدل چې یاده سیمه د سردار داوود خان د حکومت له وخته د شنې ساحې په نوم د ښار په ماسټر پلان کې ثبت وه.
د افغانستان له وخت سره سم، شاوخوا اووه بجې، د امریکا پوځ له جي بي یو – ۴۳ بم څخه کار واخیست. جي بي یو – ۴۳ یو ځواکمن بم دی چې کره نښه ولي. موږ د اسلامي دولت ډلې وسله والو هغه سمڅه په نښه کړه چې هغه یې د ازاد تګ راتګ لپاره کاروله او پر افغان ځواکونو او امریکايي سلاکارانو یې بریدونه کول.
سره له دې چې د خوست په یو شمېر وړو تولیدي فابریکو او کارخانو کې سلګونو کسانو ته د دایمي کار او مزدورۍ زمینه برابره شوې، خو یو شمېر موجودو ستونزو په خوست کې د صنعت او سوداګری د پرمختګ او پراختیا مخه نیولې ده.
د پنجشنبې په ورځ د خوست د متون خوړ په سیمه کې د ۱۶۲۵ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو دوې پروژې له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان پلازمېنې کابل دویمې امنیتي حوزې اړوند دفاع وزارت ته څېرمه ځانمرګی برید شپږ تنه وژلي او پنځه نور ټپیان کړي دي.
په جلال اباد کې د سيکانو د ویساک ۳۱۹ مې کلیزې جشن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شو چې پر سيکانو سربېره په کې د ننګرهار ولايتي چارواکو او د جلال اباد ښار ګڼو اوسېدونکو برخه اخیستې وه.
د کورمې او پکتیا مشرانو ترمینځ یوې جرګې په خپله سیمو کې د د وسله والو ډلو شتون د ناکراریو او بد - امنیو یوه لویه وجه بللې ده.
د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزارت چارواکو له ديني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل، چې د ولس او دولت تر منځ دې دباور د ډېریدو او د نظام د پايښت او ټېنګښت لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.
په پاکستان کې د مرګ سزا ورکول کم شوي دي خو د مرګ سزا اورول کېده په بې سارې توګه زیات شوي دي.
د خوست د ولایتي شورا استازي د خوست د نړیوال هوايي ډګر د پروژې چارې د قناعت وړ نه بولي او غوښتنه کوي، چې مرکزي حکومت دې د یادې پروژې د اساسي ارزونې لپاره با صلاحیته پلاوی وګماري.
د نېږدې ديرش ميلونو افغانيو په ارزښت د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې د پوهاند صديق الله ريښتین د منځني ښوونځي د دوه ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته