د سينګارپور وزیراعظم ويلي چې هېواد يې تيار دى چې په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان مرسته وکړي.
د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار د اتیايمې کليزې په ویاړ سيمينار د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې تر سره شو، چې په فرهنګيانو او لیکوالو سربېره په کې له کابل څخه لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و چې ځینو يې د استاد زیار په کړي کار مقالې او ویناوې واورولې.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ځايي پوځي ادارو تر منځ همغږي او د خلکو ملاتړ په یاد ولایت د ډاډمن امنیت لامل شوی دی.
نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د دولسمو ټولګیو له نږدې پنځه زره فارغانو څخه چې ۳۱۶ تنه يې نجونې دي، په پوهنتونونو کې د شمولیت لپاره د کانکور ازموینه پیل شوه.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي د سولې او ثبات د تأمین، اقتصادي ودې او انکشاف برخو کې د اندونیزیا له ...
د ازبکستان ولسمشر د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د سولې د خبرو غوښتنه وکړه. شوکت میرضیاییف چې نن ...
محمد نبي او راشد خان، افغان ملي کرکټ لوبډلې لپاره تر وړتياوو ښودلو وروسته د هندوستان غوره لېګ سياليوو کې سن رايزر حيدراباد لوبډلې واخيستل. مشهورو نړيوالو لوبغاړو پرون (د اپريل پنځمه) د دې ټورنمنټ په لومړۍ سيالۍ کې، د راشد خان لوبه ډېره وستايله. نبي دې لوبه کې نه وو.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان دولت د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستان د سرغړونو په وړاندې غلی...
د خوست ښار څخه د باراني اوبو د وتلو لپاره د کانال چارې چې څه نا څه یو نیم کال مخکې پیل شوې وې، د کارونو تر بشپړیدو وروسته يې نن د سې شنبې په ورځ پرانیسته وشوه.
د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکو ۶۵ ټنه تاریخ تېرې غذايي مواد او درمل وسوځول. د روغتيا چارواکي وايي چې بې کیفیته او تاریخ تېرې درمل او خوراکي توکييې د جلال اباد ښار په ګډون له څو ولسواليو څخه راټول کړي وو.
که څه هم یوه خوا د افغانستان د ټرکونو ډرایوران وايي چې په پاکستان کې يې پولیس ځوروي نو بل پلو د پاکستان د ټرکونو ډرایوران هم دا ګیله کوي چې د افغانستان پولیس ورسره ښه رویه نه ساتي.
د ښې حکومتولۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار احمد ضیا مسعود د يوه پلاوې په ملتيا ننګرهار ته ورغلی
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته