محمد اشرف غني د شنپې په ورځ د لوړپوړو چارواکيو سره په ګډه مزار شريف ته ولاړ او هلته يې وژل شويو عسکر لپاره يې دعا وکړه.
لکه څنګه چې د حملې د مرګ-ژوبلې په اړه ضد و نقيض معلومات ورکړل شوي هم دغسې لا هم څرګنده نه ده چې حمله کوونکي څنګه وتوانېدل قول اردو ته دننه لاړ شي.؟
د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د ځايي اوسیدونکو د اړتیا په پرتله د دوی روغتیايي وسایل، تجهیزات او تشکیلات لږ دي.
افغان کډوال عبدالرشيد وايي، په ۲۰۱۶ م کال کې له پېښوره تر ننګرهار، کونړه او لغمانه پورې لارۍ چلونکيو له ۲۵ تر ۵۰ زره روپۍ کرايه اخستله خو اوس ورڅخه له ۵۰ تر ۸۰ زره روپیو پورې غواړي.
د شنبې ورځې ناوخته مازدیګر د خوست د مرکز او ولسوالیو د فوټبال د ۲۴ لوبډلو تر منځ د یو میاشتنیوسیالیو په پای کې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د زیړۍ ترخې او د مرکز اړوند د کونډیو د فوټبال لوبډلو تر منځ پای لوبه وشوه، چې د کونډیو د ټیم په ګټه پای ته ورسیده.
د مشال خان وژنې که يوه لورته د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د هغه د فکر لارويان د وير په ټغر کېنول، بل لورته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هغه وژنه په سختو ټکو کې وغندل شوه.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاوالله خو ږیاڼی وايي، په وژل شویو کې زیاتره بهرنیان دي.
په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان مرستیال حساس شینواري ازادي راډيو ته وویل چې پر یاد قول اردو د وسله والو طالبانو په پرونۍ حمله کې د ملي اردو ۱۳۸ سرتېري وژل شوي او ۶۴ نور ټپيان شوي دي.
وزيري وايي، د وسله والو یو موټر د افغان سرتیرو له خوا ویشتل شوی او ځای پر ځای سوځیدلی دی. خو یو بل موټر په سرعت قول اردو ته ننوتلی او جومات ته یې ځان رسولی او کوم کسان چې په لمانځه ولاړ وو، پر هغوی یې بريد کړی دی.
د خوست د ښاروالۍ چارواکي وايي، چې په تېر لمریز کال کې يې عواید له اتیا میلیونو څخه ۱۱۵ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي دي.
د جمعې په شپه (تېره شپه) یو شمېر خوستیو ځوانانو د مشال خان په یاد شمعې بلې کړي او د هغه روح ته يې دعاګانې وکړې.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د موقت حکومت د ایجادېدو بحث اصلاً د مطرح کېدو وړ نهدی او چا ته پر دې لار د ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته