د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د پوليو پر ضد د ویکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو.د روغتیا چارواکي وايي چې په دې کمپاین کې به په ختيځو ولایتونو کې تر يو ميليون پورې هغو ماشومانو ته د ویکسينو دوه څاڅکي ورکل کيږي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې لا هم د داعش جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات روان دي.
د ننګرهار د ځوانانو امريت په چوکاټ کې په سلګونو ځوانانو د یوه لاريون په تر سره کولو سره له دولت نه وغوښتل چې د ولسي جرګې وکيل لطیف پدرام چې د ډيورنډ کرښې په اړه يې څرګندونې کړې وې، هغه ونيسي او سخته سزا دې ورته ورکړي.
د لويې پکتیا د یوولسو ځدراڼ میشتو ولسوالیو قومي مشران او روڼ اندي وايي، چې دوی کولای شي د افغان حکومت او د وسلوالو مخالفینو تر منځ د سولې منځګړیتوب وکړي.
مریکا وايي، پوځ یې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر مرکز د خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم برید کړی دی.
څو کاله وړاندې د لوګر ښاروالۍ او ځايي ادارې د مرکز پل علم د چوب فروشۍ په سیمه کې د رهایشي نومرو د جوړولو لپار په یو شمېر خلکو د کورنو تعرفې وویشلې، خو بیا ښاریان يې له دې کبله مخالفت ته ودرېدل چې یاده سیمه د سردار داوود خان د حکومت له وخته د شنې ساحې په نوم د ښار په ماسټر پلان کې ثبت وه.
د افغانستان له وخت سره سم، شاوخوا اووه بجې، د امریکا پوځ له جي بي یو – ۴۳ بم څخه کار واخیست. جي بي یو – ۴۳ یو ځواکمن بم دی چې کره نښه ولي. موږ د اسلامي دولت ډلې وسله والو هغه سمڅه په نښه کړه چې هغه یې د ازاد تګ راتګ لپاره کاروله او پر افغان ځواکونو او امریکايي سلاکارانو یې بریدونه کول.
سره له دې چې د خوست په یو شمېر وړو تولیدي فابریکو او کارخانو کې سلګونو کسانو ته د دایمي کار او مزدورۍ زمینه برابره شوې، خو یو شمېر موجودو ستونزو په خوست کې د صنعت او سوداګری د پرمختګ او پراختیا مخه نیولې ده.
د پنجشنبې په ورځ د خوست د متون خوړ په سیمه کې د ۱۶۲۵ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو دوې پروژې له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان پلازمېنې کابل دویمې امنیتي حوزې اړوند دفاع وزارت ته څېرمه ځانمرګی برید شپږ تنه وژلي او پنځه نور ټپیان کړي دي.
په جلال اباد کې د سيکانو د ویساک ۳۱۹ مې کلیزې جشن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شو چې پر سيکانو سربېره په کې د ننګرهار ولايتي چارواکو او د جلال اباد ښار ګڼو اوسېدونکو برخه اخیستې وه.
د کورمې او پکتیا مشرانو ترمینځ یوې جرګې په خپله سیمو کې د د وسله والو ډلو شتون د ناکراریو او بد - امنیو یوه لویه وجه بللې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته