د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه، پکتیا جرګه: د وسله والو ضد ګام پکار دی


د کورمې او پکتیا مشرانو ترمینځ یوې جرګې په خپله سیمو کې د د وسله والو ډلو شتون د ناکراریو او بد - امنیو یوه لویه وجه بللې ده.

دغه جرګه چې د دوشنبې/ګل په ورځ له ډیورنډ کرښې سره نېږدې د کورمې په بوړکۍ ټاګ کې وشوله د بېلا بېلو قامونو تر یو نیم سلو ډېرو مخورو او مشرانو ګډون وکړو.

د بوړکۍ سیمې حاجي نوروز علي مشال ریډيو ته وویل، موږ به دادریځ په لیکلې بڼه کې خپلو حکومتونو ته هم وړاندې کوو چې په دې ډول امن راتلای شي او ته موږ سره په دې کې مرسته وکه.

د جرګې مشرانو په خبره، پر ډیورنډ کرښه دواړو خواو ته ځینې سیمې داسې دي چې له ډېره وخته راهیسې پکې یوشمېر وسله والې ډلې فعاله دي او په ازاده توګه خپل عملیات کوي.

د بره کورمې حاجي اون علي مشال ریډيو ته وايي، د بدامنۍ ستونزو هوارولو لار دا ده چې قومونه او خلک له وسله والو سخت متاثره دي، پکار ده چې ورته یو شي او له خپلو سیمو یې په خپله وباسي.

د افعانستان حاجي لایق خان مشال راډیو ته وايي، که خپله خاوره د یو بل پر ضد د ترهګری لپاره استعمال نه شي نو زموږ پر سیمو دایمې امن راتلل هېڅ مشکله نه ده.

حاجي لایق خان وايي، په سیمه کې د امن لپاره دغه شان خپلمنځيو خبرو اترو ته دوام ورکول ډېر ضروري دي.

واضحه دی وي چې په کورمه کې له څه مودې راهیسې د ترهګرۍ په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

په پاړه چنار ښار کې د مارچ پر یو دېرشمه نېټه د موټر بم یوې چاودنې ۲۱ تنه ولسي وګړي وژلي او ۷۲ نور یې ژوبل کړي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG