د حزب اسلامي مشر انجېنر ګلبدين حکمتیار د خپلې اوږدې وینا په ترڅ کې وویل چې له افغان دولت سره يې د حزب اسلامي د ټولو مخکښو غړو په سلا مشورو د سولې تړون په دې هیله لاسليک کړی چې په هېواد کې سوله او بشپړ امن تامين شي.
د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې پدې وروستیو کې د یاد ولایت یو شمېر سوداګرو او شتمنو خلکو ښوونځیو سره د څښاک اوبو د ژورو څاه ګانو، لمریزې برښنا، زده کوونکو لپاره وړیا زده کړو، میزونو، چوکیو، الماریو، فرش او نورو برخو کې مرستې ډېرې کړي دي.
مریکايي پوځ وایي چي په افغانستان کي د اسلامي دولت وسله والې ډلې په یو ودانۍ د برید پر مهال د دوي دوه سرتیري وژل شوي دي. چارواکو زیاته کړې ده چې کیدې شي دا دواړه سرتیري د خپلو ملګرو نه په خطا کې په نښه شوي وي.
د پاکستان یو پنځلس کسیزه پارلیماني پلاوی د قامي اسمبلۍ د سپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ په دوه ورځني سفر کابل ته رسيدلی دی.
د خوست یو شمیر قومي مخور او پخواني جهادي قوماندانان وايي، چې په افغانستان کې د روانو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو یواځنۍ حل لاره داده چې افغانان په خپلو کې یوموټي شي او دې موخو ته د رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي.
په خوست کې یو شمېر روڼ اندي او مدني فعالان وايي، د دې لپاره چې افغاني ځوانان د نړۍ د پرمختګونو سره بلد او اړیکې يې پراخې شي، لازمه ده چې د اوسني عصر د ټکنالوژۍ پر مهارتونو سمبال او د دوی زده کړو ته پاملرنه ډېره شي.
درې ورځې مخکې افغانستان کې د ناټو ځواکونو امريکايي قوماندان، جنرل جان نيکولسن خبريالانو ته وويل په مسلسل ډول ورته داسې رپورټونه راځي چې روس طالبانو ته وسلې ورکوي. مسکو طالبانو سره خپلې اړيکې نه ردوي خو وايي وسلې يې نه دي ورکړې.
د افغانستان د ننګرهار ولايت امنیتي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ګډو امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکني عملیاتو کې د اچین ولسوالۍ پېښې سیمه کې اته داعش وسله وال وژلي دي.
د چارشنبې په ورځ د پکتیکا لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وښود او د بلخ د شاهین قول اردو په سرتیرو يې د وسلوال برید غندنه وکړه.
په جلال اباد ښار کې د دوه نيم ميليونو ډالرو په ارزښتد کريکټ د نړيوال لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکي وايي چې دغه لوبغالی به په پينځه ویشت جریبه ځمکه په دريو پړاوونو کې جوړ شي.
افغان حکومت وايي، امریکا باید د افغانستان په اړه په خپله نوې تګلاره کې د ترهګرۍ مرکزونه چې په هر ځای کې وي په نښه کړي.
د وژل شوي پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله احمدزي لور هيله نجيب د خپل پوهنتون او د پلار سياسي روغې جوړې پاليسۍ د څېړنې په بنسټ خپل تازه چاپ کړي کتاب کې اوسني افغان حکومت ته د سولې په برخه کې ځينې مشورې لري. په انګليسي ژبه خپور شوی دا کتاب روغه جوړه او ټولنيز رغاوی نوميږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته