د خوست د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې يې د غیر قانوني کلینکونو او درملتونونو د تړلو او په ښار کې د غیر معیاري او تاریخ تېرو درملو د راټولو کمپاین پیل کړي دی.
د ننګرهار امنیه قوماندان وايي چې په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد عملیات دوام لري چې ډېرې هغه سيمې د دولت لاسته راغلي، چې پخوا په کې د داعش وسله والو مرکزونه وو.
د افغانستان مشرانو جرګه وايي، په حکومت کې د اشخاصو تغییراو تبدیل د ولسمشر قانوني حق دی، خو باید ...
په ننګرهار کې د ختيخو ولایتونو د ملي ژورنالستانو ټولنې ۵۳ تنه ښځینه او نارینه ځوانان په په وړیا توګه د ژورنالېزم په برخه کې له نظري او عملي زده کړو وروسته په پينځه مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ کړل.
احمد ضیا مسعود د ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري له دندې د لېرې کېدو په غبرګون کې وایي چې محمد...
افغان حکومت د ډیورند پر کرښه د پاکستان د پوځ لهخوا د ازغن تار او موانعو جوړول وغندل او هغهيې یو اړخیز او د سیمې د ...
د خوست یو شمېر ځوانان او روڼ اندي وايي، چې ټولنیزیو رسنیو خلکو ته د فکر د څرګندولو فرصت ورکړی، مالوماتو يې لاسرسۍ اسان کړی او پدې وروستیو کې يې د ځوانانو تر منځ ملګرتیا ډېره کړې ده.
د دوشنبې په ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو او د بیلابیلو ټولنیزو سازمانونو غړو په یوه ناسته کې وویل، چې نړیواله ټولنه دې د ترهګرۍ د تمویل سرچینې وچې کړي.
د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د پوليو پر ضد د ویکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو.د روغتیا چارواکي وايي چې په دې کمپاین کې به په ختيځو ولایتونو کې تر يو ميليون پورې هغو ماشومانو ته د ویکسينو دوه څاڅکي ورکل کيږي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې لا هم د داعش جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات روان دي.
د ننګرهار د ځوانانو امريت په چوکاټ کې په سلګونو ځوانانو د یوه لاريون په تر سره کولو سره له دولت نه وغوښتل چې د ولسي جرګې وکيل لطیف پدرام چې د ډيورنډ کرښې په اړه يې څرګندونې کړې وې، هغه ونيسي او سخته سزا دې ورته ورکړي.
د لويې پکتیا د یوولسو ځدراڼ میشتو ولسوالیو قومي مشران او روڼ اندي وايي، چې دوی کولای شي د افغان حکومت او د وسلوالو مخالفینو تر منځ د سولې منځګړیتوب وکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته