د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت له یو روغتیايي کلینک پرته نورو ټولو روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې ګمارل شوي او پدې سره د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.
افغانستان آيرلينډ ته په شل اووريزو او پنځوس اووريزو سياليوو کې تر ماتې وروسته، په څلور ورځنۍ سيالۍ کې هم شکست ورکړ. د کرکټ مبصرينو، دا پرله پسې برياوې ستايلي دي.
د افغانستان پکتیا ولایت په برمل او لمن کې د شمالي وزیرستان میشته کډوال وايي، چې د پاکستان حکومت ورسره د ستنېدو په باب هېڅ تماس نه دی نيولی او نه یې هم نوملیکنه پیل شوې ده. د عمردراز وزیر رپورټ
د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، د لندن په وروستۍ ناسته کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د کټارو لګولو په باب هېڅ تړون نه دی شوی.
د لوګر ولایت ملکي او پوځي چارواکي وايي چې د څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ...
د امریکا متحده ایالاتونو د اوږد مهالي لپاره د افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د همکاریو ...
د هېواد د لومړۍ مېرمنې د وروستیو څرګندونو په غبرګون د عبدالرشید دوستم دفتر وايي، ښاغلي دوستم ته د څارنوالۍ او جمهوري ...
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په یو شمېر سیمو کې به ۱۶۰هغه مخکینۍکلیوالي پروژې چې څه نا څه زیانمنې شوي له سره ورغول شي.
د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، د پاکستان لهخوا له کرښې نه چې کوم خوځښتونه کېږي د ترورېزم سره د مبارزې په ...
په خوست کې د کرنې او مالداري ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ښار او ولسوالیو په پلورنځیو او حیواني کلینکونو کې به د بې کیفیته او غیر معیاري نباتي او حیواني ناروغیو د دواء درملو د خرڅولو مخه ونیسي.
د کونړ امني قومندان پاسوال جمعه ګل همت په یوه ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وویل چې له تیرو څو میاشتو راهېسې داعش یا داسلامي دولت وسله واله ډله د کونړ په اکثرو غرنیو او لرې پرتو سیمو کې دځوانانو په جلب او جذب بوخته ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې د افغان حکومت له موافقې پرته د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري هر ډول اقدامات او موانع بې ګټې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته