د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښوونځي د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې


د نېږدې ديرش ميلونو افغانيو په ارزښت د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې د پوهاند صديق الله ريښتین د منځني ښوونځي د دوه ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

په دغه ښوونځي کې هلکان او نجونې تر خېمو لاندې خپلې زده کړې تر سره کوي.

د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د پوهاند صدیق الله ريښتين د منځني ښوونځي د دوه ودانيو د بنسټ ډبرې د دوشنبې په ورځ کيښودل شوې. ننګرهار د پوهنې رياست ویاند محمد اصف شینواری وايي چې دغه ودانۍ به د يوه کال په موده کې په اساسي بڼه جوړې کړی شي.

(( يوه ودانۍ به د پوهنې وزارت د پرمختيايي بوديجې نه د نولس اعشاریه درې ميلونو افغانيو باندې جوړېږي، د جوړېدو موده به يې يو کال وي. په دې کې دولس درسي خونې او څلور يې اداري خونې دي. د دې تر څنګ له دې نه وړاندې په همدې ښوونځي کې د يوې بلې ودانې چارې هم پیل شوي چې هغه د يو اين هبیتات په مرسته په یو سل او پنځویشت زره ډالرو باندې جوړېږي چې دیرش سلنه ونډه په کې د دې سيمې خلکو اخېستې ده.))



د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبيح الله زمري په سيمه کې د شورا پر استازو غږ وکړ چې د ودانيو د جوړولو څخه وخت پر وخت څارنه وکړي:

(( د دغې پروژې د شفافیت لپاره موږ دلته انکشافي شورا لرو، د دوی مکلفیت دی چې د پروژې په تطبیق کې ښه نظارت وکړي، او که چېرته په کې ستونزې او مشکل ګوري، ولايتي اداره، د پوهنې ریاست، د ولایت مقام او ولایتي شورا د پروژې په شفافیت کې همکاري کوي او ډاډ به ورکوو چې دا پروژه په سمه توګه تر سره شي.))



د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ژمنه وکړه چې هيچا ته به وخت ورنه کړي چې د ښوونځيو د ودانيو په چارو کې له درغلیو کار واخلي:

(( د بيت المال یا د وطن شتمني له موږ سره بهرني کمکونه او چاندې چې مصرفېږي، نو هغه په سمه توګه نه مصرفېږي، په دې کې موږ زغم نه لرو، زه په کلک ډول سره وعده درکوم چې که په دا ډول پروژو کې فساد موجود و، زه به ستاسو تر څنګ درېږم او د هغې د اصلاح لپاره به جدي اقدام کوم.))

د پوهنې رياست چارواکي وايي د ودانيو په جوړېدو سره به د دوه زره هلکانو او نجونو زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شي او زیاتوي چې په ننګرهار کې ۹۰۳ بابه ښوونځي لري چې ۴۳ سلنه ښوونځي يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې خپلې زده کړې کوي.

دوی وايي چې د پوهنې رياست چارواکي په دې هڅه کې دي چې په دغه برخه کې مرسته کوونکي ادارې د ښوونځيو د ودانيو جوړولو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG