د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ویساک ۳۱۹ مه کلیزه ولمانځل شوه


په جلال اباد کې د سيکانو د ویساک ۳۱۹ مې کلیزې جشن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شو چې پر سيکانو سربېره په کې د ننګرهار ولايتي چارواکو او د جلال اباد ښار ګڼو اوسېدونکو برخه اخیستې وه.

د جلال اباد ښار د مرکزي درمسال کلانتر ميرسينګ خوګياڼي په دې موقع مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( دا د ویساک ۳۱۹مه کلیزه ده. پرون موږ سرخردو کې سلطانپور چينو ته ورغلو او اوله ورځ مو هلته ولمانځله. نن مو په مرکزي درمسال کې د مېلمنو سره ولمانځله او سبا ته زموږ مذهبي پروګرام دی چې د درمسال دننه به يې لمانځو.))

د اهل هنودو سيکانو ماشومان خوشاله ول چې د ویساک په جشن کې يې مسلمانانو هم برخه اخيستې وه. یو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( زما نوم فرم جيت سینګ دی. نن زموږ ویساک دی او زموږ مسلمانان ورونه هم دلته درمسال ته راغلي، موږ ته د ویساک مبارکي راکوي، موږ ډېر خوشاله يوو. خدای دې په وطن کې سوله راولي چې زموږ نور خلک هم وطن ته راشي او مسلمانان هم راشي او په ګډه موږ ته د ویساک مبارکي راکړي.))

په افغانستان کې د تېرو اوږدو کلونو جنګونو د نورو هېوادوالو په څېر اهل هنود هم دې ته مجبور کړل چې خپل هېواد ته پرېږدي چې په دغه دوران ترې جایدادونه او کورونه زورواکو نیولي چې لا هم ترې سيکان محروم دي. د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبيح الله زمری په دولت غږ کوي چې د سيکانو د حقونو د تامين لپاره دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي:

(( افغان سيکان هم دې ته مجبوره شوي چې خپل وطن پرېږدي، د دوی جایداد، د دوی مالونه، د دوی ملکيتونه د یو تعداد زورواکو له خوا نه غصب شوي او همدا اوس هم غصب دي. ولایتي اداره مکلفیت لري چې د دوی د جایدادونو او ملکيتونو د غصب د مخنيوي لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.))

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم د سيکانو د ویساک د ۳۱۹ مې کليزې په جشن کې ګډون کړی و، نوموړي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د سيکانو د حقونو څخه به ننګه کوي:

(( موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې د سيکانو په مدني حقوقو باندې تجاوز وکړي او یا تېری وکړي. هغه ځمکې چې ستاسو شخصي ملکيت دی، که د اشخاصو، افرادو او یا ادارو له خوا غصب شوي وي، د هغې د خلاصون لپاره به موږ د هغه کميسيون له لارې چې په ولایت کې ایجاد شوی دی، خپلو هلو ځلو ته به دوام ورکوو.))

د ذکر وړ ده چې د سيکانو د ویساک د جشن په مناسبت د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې سيکانو ماشومانو ته د ځانګړي ښوونځي د وداني د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه او د ننګرهار والي ژمنه وکړه چې په سره رود ولسوالۍ کې سلطان پور کې به د سکانو د مذهبي چينو څخه د احاطې دیوال هم تاووي.

XS
SM
MD
LG