د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا پر داعیشیانو بم د افغان حکومت په سلا غورځولی'


افغان حکومت وايي، په ننګرهار کې د داعشیانو پر مرکز د امريکا بمي بريد له دوی سره په سلا مشوره شوی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر بېګا ويلي، حمله په اچین ولسوالۍ کې د شپې شاوخوا اووه بجې شوې.

''د افغانستان له وخت سره سم، شاوخوا اووه بجې، د امریکا پوځ له جي بي یو – ۴۳ بم څخه کار واخیست. جي بي یو – ۴۳ یو ځواکمن بم دی چې کره نښه ولي. موږ د اسلامي دولت ډلې وسله والو هغه سمڅه په نښه کړه چې هغه یې د ازاد تګ راتګ لپاره کاروله او پر افغان ځواکونو او امریکايي سلاکارانو یې بریدونه کول.''

د پېنټاګان ویاند اډم سټمپ وویل، دا بم د لومړي ځل لپاره کارول شوی دی چې پکې ۱۱ ټنه چوونکي مواد پراته ول.

د امریکا هوايي ځواک دا د ټولو بمونو ((د مور)) په نوم یادوي.

افغان دفاع وزارت نن په خبر پاڼه کې ويلي، په بريد کې یې ۳۶ داعش وسله وال وژلي دي. که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه د حکومتي ادعاوو خپلواکه سپناوی نه دی شوی خو د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، په حمله کې ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ننګرهار اچین ولسوالۍ
د ننګرهار اچین ولسوالۍ

ارګ وايي، دا بريد په داسې حال کې د حکومت په همکاری شوی چې په سيمه کې افغان ځواکونو عمليات کول او د هغوی د ملاتړ لپاره دغه بريد پلان شوی وو.

اجراييه رييس عبدالله عبدالله تصديق کړی چې حمله د افغان حکومت په سلا مشوره شوې او پوره احتياط شوی وو چې پکې ولسي وګړيو ته زيانه و نه رسېږي.

د پېنټاګان ویاند اډم سټمپ ويلي، دا بم د لومړي ځل لپاره کارول شوی دی چې پکې ۱۱ ټنه چوونکي مواد پراته ول. د امریکا هوايي ځواک دا ((د ټولو بمونو مور)) په نوم یادوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي بېګا شپه مشال راډیو ته وویل، دا برید د اچین ولسوالۍ د مامند درې په اسدخېلو کې شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د جمعې پر شپه مشال راډیو ته وویل، پر دې مرکز پخوا هم د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

ده وویل، دا برید د اچین ولسوالۍ د مامند درې په اسدخېلو کې شوی دی.

خوږیاڼی وايي، دا مرکز وسله والو زیات کاراوه. امریکايي او افغان چارواکي په برید کې د مرګ ژوبلې خبره کوي خو وايي کره شمېر یې نه دی معلوم.

ټولو بمونو مور
ټولو بمونو مور

امریکا دا بم په ۲۰۰۳ز کال کې ازمویلی وو خو دا لومړی ځل دی چې و یې کاراوه.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي مشر جنرال جان نېکولسن وايي، دا بم د داعش پر وړاندې د عملیاتو بریا لپاره تر ټولو اغېزناکه وسله ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې لوی بم کارونې غندنه کړې.

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG