په داسې حال کې چې له افغان طالبانو سره د روسیې د پوځي همکاریو په اړه افغان او امریکايي چارواکو څرګندونې کړي ...
د افغانستان امریکايي پوهنتون د خپلو دوو تښتول شویو استادانو د نامعلوم برخلیک په اړه وايي چې افغان دولت او پاکستان باید د ...
افغانستان لاهم د ماینونو د قربانۍ هېواد په توګه په نړۍ کې لومړی ځای لري، په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ موسسې او بېلابېل...
افغانستان ته د خرلاچۍ، واڼه او د غلام خان بندر له لارې ستنېدونکي افغان کډوال له سختو کړاوونو سره مخامخ دي.
په خوست کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، چې په ښځو کې نالوستوب او په ټولنه کې ځنې ناسم دودونه د دوی د ډېریو حقوقو د ضایع کېدو لامل شوي دي.
په ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي چې د ننګرهار په پينځلس ولسواليو کې څه باندې ۱۴۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي چې دوی ته په يوولسو ولسواليو کې يوازې په نیم زر هکتاره ځمکه باندې د کوکنارو د فصل د اړولو حد ټاکل شوی دی.
د فنلنډ په پلازمینې هیلسنکي کې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې لسګونه افغان پناه غوښتونکو د دې لپاره اعتراض کړی چې ډېر یې د ډيپورټ یا جبري اخراج له پرېکړې سره مخ دي.
د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپل یوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړ. پوځ پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا عسکر پرون ناوخته له اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په پوځي عملیاتوکې وژل شوی دی.
د سينګارپور وزیراعظم ويلي چې هېواد يې تيار دى چې په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان مرسته وکړي.
د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار د اتیايمې کليزې په ویاړ سيمينار د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې تر سره شو، چې په فرهنګيانو او لیکوالو سربېره په کې له کابل څخه لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و چې ځینو يې د استاد زیار په کړي کار مقالې او ویناوې واورولې.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ځايي پوځي ادارو تر منځ همغږي او د خلکو ملاتړ په یاد ولایت د ډاډمن امنیت لامل شوی دی.
نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د دولسمو ټولګیو له نږدې پنځه زره فارغانو څخه چې ۳۱۶ تنه يې نجونې دي، په پوهنتونونو کې د شمولیت لپاره د کانکور ازموینه پیل شوه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته