د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د نوموړي ولایت ملکي او پوځي مسوولین همدارنګه د دولس ګونو ولسوالیو ولسوالان به د ټولټاکنو په بهیر کې خپله بې طرفي وساتي او که چیرې څوک د بې پري توبه د اصله سرغړونه وکړي نو په اړه به يې لاس په لاس اقدام کیږي.
د افغانستان د فکر او عمل جرګې د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې له کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې په نوموړي ولایت کې ۲۶۶ د رایې اچونې مرکزونو د امنیت د خوندیتوب له پاره يې د افغان امنیتي ځواکونو څخه ۴۲۳۰ تنه سرتیري توظیف کړي دي.
په ننګرهار کې د ميوه لرونکي او زينتي بوټو د کرلو کمپين پيل شو. چارواکي وايي چې سږکال به په ټول ننګرهار کې تر څلور ميليونو پورې ميوه لرونکي او زينتي بوټي وکرل شي.
په خوست کې هم د جمهوري ریاست د ټولټاکنو د انتخاباتي مبارزو د پیلیدو په درشل کې یو شمېر قومي مشران، روڼ اندي او خلک په دې هیله دي، چې د نوي منتخب حکومت په راتلو سره په دې هیواد کې سوله ټینګه او پر حکومت به د خلکو باور ډېر شي.
يوه سپين سرې ميرمن چې په روان جنګ کې له کورنۍ ځو تنه وژل شوي ول، په لوړ غږ د سولې غوښتونکي شوه او په سلګونو تنو ښځو يې غږ بدرګه کړ.
د پاکستان وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) ډلې مشر نواز شریف شاوخوا څلور میاشتې وروسته د تېرې چارشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو څلور کسیزه کمېټۍ جوړه کړه.
په افغانستان کې دولسمشرۍ د انتخاباتو کمپاينونه له نن ( اتوار ) نه رسما پيل شول، چې دوه میاشتې به دوام وکړي. دافغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته یوولسو کسانونه خپل نومونه کاندید کړي دي.
د پاکستان وزيراعظم نواز شریف له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د تېرې چارشنبې په ورځ څلور کسیزه کمېټه وګمارله. بلخوا په افغانستان کې د سولې عالي شورا د درو کالونو راهيسې د سولې په بهير کې کار کوي
مسلکي او په پوځي زده کړو او تکتیکونو سمبال پولیس کولای شي، چې په ټولنه کې قانون پلی او عامه نظم تامین کړي او بالاخره د خلکو پوره ملاتړ او مرسته لاسته راوړي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په راتلونکې تعلیمي کال کې به د نوموړي ولایت د ټولو زده کوونکيو د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.
د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د یاد ولایت د ملي امنيت ادارې د وسلوالو سره د اړیکو په تور څلور مشکوک کسان نیولي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته