د لاسرسي ځای

تازه خبر

ًد پاکستان امن په افغانستان پورې تړلی دیً


افغان ولسمشر حامد کرزی او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف (پخوانی عکس)
افغان ولسمشر حامد کرزی او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف (پخوانی عکس)
پراګ : د پاکستان ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو د تېر کال د سپټمبر پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې واکمن ګوند مسلم لیګ (ن – ډلې) ته واک ورکړی وو چې له وسالو طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

د پاکستان وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) ډلې مشر نواز شریف شاوخوا څلور میاشتې وروسته د تېرې چارشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو څلور کسیزه کمېټۍ جوړه کړه.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په قومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په قومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال
​په دې څلور کسیزه کمېټۍ کې د پاکستان په ملکي چارو کې د وزیراعظم سلاکار او لیکوال عرفان صدیقي ، د سیمه ییزو چارو کارپوه او خبریال رحیم الله یوسفزی ، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شا مومند او د پاکستان د جاسي ادارې ً آی ، ایس آیً پخوانی چارواکی میجر عامر شامل دي.

تحریک طالبان پاکستان هم له حکومت سره په خبرو اترو کې د خپل استازیتوب لپاره د پنځو سیاسي او مذهبي مشرانو نومونه اعلان کړل. د وسله والو طالبانو په کمېټۍ کې د تحريک انصاف مشر عمران خان ، د جمعيت علماء اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق ، د اسلام اباد د لال مسجد پخوانی خطیب مولانا عبدالعزيز ، د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا مشر پروفیسر ابراهيم او د جمعيت علماء اسلام (ف) غړی مفتي کفايت الله شامل دي
.

که څه هم د پاکستان زیاتره ګوندونه د پښتنو په سیمو کې نفوظ لري خو عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ملت پالنې د تګلارې پر اساس ځان د سیمې د ولس استازي ګڼي.

اوس پوښتنه دا ده چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په دې روانو هڅو کې له دې پښتون ملت پاله ګوندونو سره سلا مشوره شوېده او که نه؟

د عوامي نشنل ګوند مخکښ افرسیاب خټک مشال راډیو ته وویل چې د تېر کال د سپټمبر پر نهمه نېټه له شوي ټول ګوندیز کنفرانسه وروسته له دوی سره څه سلا مشوره نه ده شوې.

د عوامي نشنل ګوند مخکښ افراسیاب خټک
د عوامي نشنل ګوند مخکښ افراسیاب خټک
افراسیاب خټک وویل ، عوامي نشنل ګوند پر دې نه دی ګیله من چې ولې پوښتل شوی نه دی او نه هم دې ته ګوري چې خبرې څوک کوي بلکې دې ته ګوري چې دا خبرې اترې څنګه پر مخ ځي.

له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د عوامي نشنل ګوند د دریځ بیانولو لپاره افراسیاب خټک وویل ً دا د وخت د حکومت کار دی او ورسره زمه واري هم د هغوی ده. خو موږ به د پښتنو د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپل دریځ غوره کوو. څه چې زموږ د قام او وطن په ګټه وو د هغه به ملاتړ کوو او څه چې زموږ د ولس او خاورې په ګټه نه وو د هغه به مخالفت کووً.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان خان کاکړ له دوی سره د شوې سلا مشورې په اړه د شوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ټول ملک ګوندونه پر دې سره سلا دي چې په ملک کې دي ترهګري ختمه شي.

چې کله مو له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه له عثمان خان کاکړ څخه د دوی د ګوند نظر وپوښتنې نو هغه وویل چې د پاکستان امن په افغانستان پورې تړلی دی او تر څو چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی تر هغه وخته په پاکستان کې کراري نه شي راتلای.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ عثمان خان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ عثمان خان کاکړ
​عثمان خان کاکړ وویل ، که د پاکستان واکداران په ملک کې امن غواړي نو دي په افغانستان کې لاس وهنه پرېږي او د سخت دریځو ډلو ملاتړ او روزنه دي نه کوي.

هغه زیاته کړه ً پښتونخوا ملي عوامي ګوند هغه خبره په ولس کې کوي کومه چې په پارلمان کې کوي او هغه خبره په پارلمان کې کوي کومه چې په ولس کې کوي. موږ وایو چې پاکستان به افغانستان یو خپلواک هیواد ګڼي او مداخلت به نه په کې کوي. او که چېري دوی په ښکاره وايي چې نه یې کوو او په پښته یې کوي نو بیا امن نه شي راتلایً.

د سیاسي چارو کارپوه عزیزالله خان مشال راډیو ته وویل چې که څه هم عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دواړه د ترهګرۍ په اړه په خپل دریځ کې د ګډوډتیا ښکار دي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند په دې لړ کې تر ډېره حده څرګند دریځ لري.

عزیزالله خان وویل ً که د عوامي نشنل ګوند تګلارې ته د پاکستان له نظره وګورو نو ګټه یې شته ، هغه ځکه چې دوی قرباني ورکوي خو په لنډمهاله توګه د پښتنو لپاره په تاوان او په اوږدمهاله توګه هغوی ته هم ګټه لريً.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د تېر کال د نومبر پر اوومه نېټه د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې وړاندیز وکړ چې که پاکستان په قبایلي سیمو کې امن راوستل غواړي نو د ده په وینا ، دا کار دی په یو پنځلس کسیزه ډله د ۲۰۱۴م کال د مارچ تر ۲۳مې نېټې کولای شي. محمود خان اڅکزي ویلې وو چې که یې په قبایلي سیمو کې امن رانه وستی نو به د ټول عمر لپاره له سیاست څخه لاس اخلي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیزالله خان
د سیاسي چارو کارپوه عزیزالله خان
​خو د دې کار د تر سره کولو لپاره نوموړي شرط دا یښی وو چې د پاکستان حکومت ، پوځ او جاسوسي ادارې به نه یوازې د ده د څو پوښتنو ځوابونه ورکوي بلکې د ده په وینا غوښتنې به یې هم منل کېږي.

اوس چې حکومت په خپله له تحریک طالبان پاکستان سره د روغې جوړې لپاره د خبرو اترو هڅې پیل کړې دي ، نو دا پوښتنه راپورته کېږي چې په دې بهیر کې د پښتنو د دې دوو لویو ملت پالو ګوندونو رول څومره مهم دی؟

د سیاسي چارو کارپوه عزیزالله خان وویل چې یو پلو د دې ګوندونو په خپل منځ کې اتفاق نشته او بل پاکستان هم نه غواړي چې دوی ته د کردار ادا کولو موقع په لاس ورکړي.

دا چې پاکستان ولي دې ګوندونو ته د رول لوبولو موقع نه ورکوي ، عزیزالله خان یې په اړه وویل ً پاکستان له دې کرکه کوي چې څوک ورته ووايي چې ته په افغانستان کې مداخلت مه کوه. دا دوه ګوندونه تر ډېره حده په څرګنده پاکستان ته وايي چې په افغانستان کې لاس وهنه پرېږده. له هم دې کبله د پاکستان دا دوه ګوندونه نه دي خوښ او څه رول نه ورکويً.

پاکستان له دې کرکه کوي چې څوک ورته ووايي چې ته په افغانستان کې مداخلت مه کوه
عزیزالله خان

که څه هم په ځانګړې توګه له دې ګوندونو سره سلا مشوره نه ده شوې خو دا دواړه ګوندونو د هغې ټول ګوندیزې غونډې برخه وو په کوم کې چې مسلم لیګ (ن) ته له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو واک ورکړل شوی وو.

اوس پوښتنه دا راپورته کېږي چې له وسله والو طالبانو سره به د امن خبرې اترې بریالۍ شي او که نه؟

عثمان خان کاکړ خو وویل چې تر څو پاکستان په افغانستان کې له لاس وهنې او د سخت دریځو ډلو له ملاتړ او روزنې لاس نه وي اخیستی تر هغه وخته د ده په وینا نه په افغانستان کې او نه هم په پاکستان کې امن راتلای شي.

د عوامي نشنل ګوند مخکښ او د سیمي پر سیاست ژور نظر لرونکي افراسیاب خټک د دې پوښتنې په ځواب کې وویل ً یو کس نايي ته کښېنستی او له هغه یې پوښتنه وکړه چې زما پر سر څومره وېښتان دي نو نايي ورته وویل چې اوس به دي په ځولی کې درتوي شيً.

تر څو چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی تر هغه وخته په پاکستان کې کراري نه شي راتلای
عثمان خان کاکړ


چې کله مو له افراسیاب خټک څخه د هغوی د دې خبرې لږ نور وضاحت وغوښت نو نوموړي وویل چې خبرې اترې دا دی پیل کېږي او ډېر ژر به یې درک مالوم شي.

افراسیاب خټک زیاته کړه چې دی نه غواړي چې یا د ډېرې ناهیلۍ او یا هم ډېر بې ځایه د خوش بینۍ اظهار وکړي.

پاکستاني چارواکي نه یوازې په افغانستان کې د لاس وهنې له توره انکار کوي بلکې وايي چې دوی په خپله د ترهګرۍ ښکار دي او په هم دې موخه غواړي چې په ملک کې د امن لپاره له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
XS
SM
MD
LG