د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال راتلونکیو ټولټاکنو ته لیواله او خوشاله دي


په خوست کې هم د جمهوري ریاست د ټولټاکنو د انتخاباتي مبارزو د پیلیدو په درشل کې یو شمېر قومي مشران، روڼ اندي او خلک په دې هیله دي، چې د نوي منتخب حکومت په راتلو سره په دې هیواد کې سوله ټینګه او پر حکومت به د خلکو باور ډېر شي.


په خوست کې هم د جمهوري ریاست د ټولټاکنو د انتخاباتي مبارزو د پیلیدو په درشل کې یو شمېر قومي مشران، روڼ اندي او خلک په دې هیله دي، چې د نوي منتخب حکومت په راتلو سره په دې هیواد کې سوله ټینګه او پر حکومت به د خلکو باور ډېر شي، بلخوا ځايي چارواکي وايي، چې دوی به د هر ډول لاسوهنو پرته خلکو ته د شفافو او رڼو ټاکنو د ترسره کیدو زمینې برابرې کړي.


د جمهوري ریاست د نوماندانو د ټاکنیز کمپاین په پیلیدو سره په خوست ښار او اړوندو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا امنیتي تدابیر ډېر شوي او ښار ته داخلیدونکي ډیری موټر او سپرلی تلاشي کیږي، همدارنګه په خال، خال موټرونو او په ځینو دروازو او دیوالونو د یو شمېر نوماندانو انځورونه هم نصب شوي دي، تر اوسه یوازې د څو نوماندانو انځورونه د خوست ښار په یو نیم ځای کې ترسترګو کیږي او په پوره اندازه د نوماندانو دفترونه او کمپاینونه نه دي پیل شوي، خو د نوماندانو ځیني کمپاینران وايي، چې دوی به هم ډېر ژر په دې ولایت کې خپلې انتخاباتي مبارزې پیل کړي.

په خوست کې د لکڼو د سیمې یو تن قومي مشر سخي جان سرحدي مشال راډیو ته وايي، چې خلک په ټولیز ډول راتلونکیو ټولټاکنو ته خوشاله او لیواله دي او هیله لري، چې د نوي حکومت په راتګ سره به امنیت ټينګ شي، د ولس او نظام تر منځ به باور پیاوړی شي او خلکو ته به لازم کاري فرصتونه برابر شي:

((د راتلونکیو ټولټاکنو له پاره د خوست خلک بالعموم ډېر په انتظار ول، ډېر ورته خوشاله دي او زه فکر کوم چې په ډېره مینه به دوی په دې انتخاباتو کې برخه واخلي او په ډېره مینه به خپل مورد نظر شخص ته وټونه او رایه ورکړي، د دې خلکو هیله دا ده، چې حداقل یوه داسې اداره راشي، داسې یو نظام یا دولت راشي، چې د دوی که ټولو غوښتنو ته نه وي، چې لږ تر لږه ځینو غوښتنو ته خو يې ځواب وویلی شي امنیت راشي، خلکو ته کار پیدا شي، خلک په کارونو مصروف شي، دولت زموږ سره باید وي او موږ هم باید له دولت سره وو.))

په ولسي جرګه کې د خوست دخلکو منتخب استازی لیاقت الله خان بابکرخېل مشال راډیو سره په خبرو کې د خوست د خلکو غوښتنه کوي، چې ټاکنیز کمپاینونه په سوله ییز ډول پرمخ بوځي، په ټاکنو کې دې برخه واخلي او حکومتي مسوولین دې هم په دې بهیر کې له لاسوهنو ځانونه لیرې وساتي:

((د خوست د ټولو خلکو نه اوله غوښتنه دا کوو، چې ټاکنیز کمپاین پیل شوی او دا کمپاین باید په سوله ییز ډول ترسره شي، دویم هم د ولایت له مقام نه، د پولیسو نه، د ملي اردو نه او ټولو امنیتي ارګانونو مې غوښتنه داده، چې باید په دې پروسه کې بې طرفه پاتې شي، امنیتي ارګانونه باید په مرکز او اطرافو کې د انتخاباتو د ورځې تر رسیدو مخکې امنیت ټينګ کړي، همدارنګه ټول که وروڼه مو دي یا خویندې دي باید په انتخاباتو کې پراخه برخه واخلي.))

د افغانستان یو تن ملي سوداګر لطیف ژوندی وايي، په خوست کې ډېرې رايې شته او باید نوماندان د یادو رایو د ترلاسه کولو له پاره دې ولایت ته راشي او خپلې برنامې دوی ته تشریح کړي تر څو د دې خلکو رایې او ملاتړ ترلاسه کړي:

((په حدود دې اوه یا اونیم لکه په خوست کې رایه موجوده ده، کاندیدان باید راشي او د خوست خلکو ته خپلې کړنلارې او برنامې وښيي او تشریح یې کړي، که چیرې د جمهوري ریاست کاندیدان خلکو او ولسونو ته خپلې کړنلارې او برنامې تشریح نه کړي، نو ممکن د خلکو ونډه به د انتخاباتو په بهیر کې ډېره راکمه شي.))

په خوست کې د ټاکنو د ولایتي دفتر سرپرست وايي، چې په خوست کې د ۱۸۶ رایې اچونې مرکزونو څخه ځیني يې تر امنیتي تهدیدونو لاندې دي، خو هغه هیله لري چې د انتخاباتو تر ورځې به امنیتي ارګانونه وکولای شي، چې د یادو حوزو او مرکزونو امنیت ټینګ کړي:

((تر کومه ځایه چې موږ د امنیتي ارګانونو سره په تماس کې یو، د دوی په لیستونو کې دا سمه ده، چې ځیني ساحات په لوړ تهدید کې هم شتون لري، خو موږ په دې تمه یو چې انشاالله د انتخاباتو تر ورځې به دا تهدیدونه ټول ختمیږي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي وايي، چې په دې ولایت کې پوځي ارګانونو د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب له پاره هڅې ډېرې کړي دي، هغه د ټاکنو په اړه د خوستوالو لیوالتیا ته په کتو ډاډ ورکوي، چې په نوموړي ولایت کې به شفافې او رڼې ټاکنې ترسره شي:

((په خوست کې د انتخاباتي کمپاین په امنیتي برخه کې اطمینان ورکوم، الحمدالله زموږ ټولو امنیتي مسوولینو په دې برخه کې خپل مسوولیت اخیستی او د خپل مسوولیت سره سم به انشاالله خپلې دندې سرته رسوي، د خوست خلک دې ته ډېر لیوال دي، چې په ټاکنو کې به خپل د خوښې وړ کاندید ته رایه ورکوي او دلته موږ یوولس کاندیدان لرو او هر کاندید کولای شي، په خوست کې دفتر ولری، فعالیت ولري امیدواره یم چې په خوست کې د یو شفاف، ازاد او د یو شه انتخاباتو په درشل کې به موږ انشاالله دا وخت تېر کړو.))

د یادونې وړ ده، په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو له پاره د کاندیدانو ټاکنیز کمپاینونه د یکشنبې په ورځ پیل شول، چې دوه میاشتې به دوام وکړي، ټاکل شوې په افغانستان کې راتلونکې ټولټاکنې د ۱۳۹۳ یم لمریز کال د حمل په ۱۶ مه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG