د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په راتلونکې تعلیمي کال کې به د نوموړي ولایت د ټولو زده کوونکيو د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.
د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د یاد ولایت د ملي امنيت ادارې د وسلوالو سره د اړیکو په تور څلور مشکوک کسان نیولي دي.
که افغان حکومت هغه امنیتي تړون چې موږ يې په اړه خبرې کړي دي لاسلیک کړي، نو له ناټو سره یو ځای به یو کم شمېر امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاته شي."
په افغانستان کې د ژورنالستانو د خونديتوب ټولنې په جلال اباد کې د فعالو خبريالانو يوه غونډه رابللې وه او د افغانستان د راتلونکي ولسمشريزو او ولايتي ټاکنو په بهير کې يې د خبريالانو د خونديتوب په اړه نظرونه سره شريک کړل.
د افغانستان په پلازميني کابل کې نن د اتوار په ورځ د افغان سرتيرو پر يو بس ځانمرګې بريد شوی .
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواکه اداره وايي په ننګرهار کې د تير يوه کال راهيسې په ترافيکي پيښو کې زياتوالی راغلی دی.
په کابل کې د کونړ د میشتو قومونو د یووالي سرتاسري شورا د شفافو انتخاباتو په ترسره کیدو ټينګار کوي.
په خوست کې پولیسو د سمیع الله په نوم دیارلس کلن ماشوم، چې یوه میاشت مخکې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه اختطاف شوی وو، د سړي تښتونکیو له منګولو ازاد کړ، پولیسو د یادې قضیې په تور دوه کسان هم نیولي دي.
د خوست د مدني ټولنو، ولایتي شورا او ټولنیزو سازمانونو غړي او قومي مشران د نوي کال له پاره خوست ته ځانګړې شوي لس میلیونه ډالره اختیاري بودجه لږه بولي.
د ناټو د دفاع وزیرانو د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ترپایه د خپل ماموریت ملاتړ وکړ.
د کابل ښار په وزیر اکبر خان سیمه کې پر لبناني رسټورانټ ځان وژونکي برید، د امرالدین په نامه یو، دوه ویشت کلن زلمی هم وواژه.
د غزني سيمهييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې سرتېرو له طالبانو سره نښته کړې ده چې پکې د طالبانو يو مشهور قومندان وژل شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته