له تېرو لسو کلونو راهيسې د افغانستان بېلابېلو برخو ته د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مخابراتي اسانتياوې رسولې او اوس غواړي لرو پرتو سيمو ته انټرنيټي خدمات ورسوي.
په خوست کې د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا دوه ټنه چاودیدونکي توکي چې د بیلابیلو پوځي عملیاتو پر مهال نیول شوي ول، د ډایاګ یا د بې وسلې کولو پروګرام مسوولینو ته وسپارل شول، د امنیه قوماندانۍ د چارواکیو په وینا د یادو ناچاودو توکو په تور دوولس تنه مشکوک کسان هم د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د ۶۵ ميلونو ډالرو په لګښت د افغان ټيلي کام شرکت په چوکاټ کې د سلام په نوم سيمکارت او د تري جي په نوم انټرنيټي خدمتونو اسانتياوې په ننګرهار کې پرانستې.
خاني لاړه او د پېزوان په ژبه هغه دوه هنري فلمونه دي، چې په خوست کې د غرغښت په نوم د یو خصوصي ټلویزیون له خوا جوړ او نن دوشنبه يې د خوست د ګڼو فرهنګیانو، تیاتر او سینمايي لوبغاړو، د موسیقۍ د هنرمندانو او د هنر او ادب د مینه والو په یوه محفل کې نندارې ته وړاندې شول.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوهنې رياست د چارواکیو د هلو ځلو په پایله کې دوه بابه تړل شوي ښوونځي، چې د اتو کالونو راهیسې د زده کوونکیو پرمخ تړل شوي وو، بېرته پرانیستل شول.
د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو سره ازادۍ رادیو او ملي تلویزون ګډه مناظره جوړه کړې چې د شنبې او یکشنبې پر ورځو د افغانستان پر وخت د ماسپښین له ۴ تر ۶ بجو پورې، له ازادۍ رادیو، د افغانستان ملي تلویزون، د ازادۍ راډیو، او مشال راډیو پر وېبپاڼو لیدلای او اورېدلای شی.
دغه وایرس په مکمله توګه له افغانستانه نه دی ورک شوی. خو دا محل یې تغیر کوي. لکه اوس په ۲۰۱۲ [ز کال] کې دا ناروغي په شرقي حوزه یانې کونړ او ننګرهار کې زیاته وه. دا چې دا واقعه اوس په کابل کې شوې ده، داسې نوې خبره نه ده. خو چون تا ته مالومه ده
د ولایت مقام په خبر پاڼه کې راغلي، چې دا مسله د سوء تفاهم له کبله رامنځته شوه او د افغان ځواکونو له خوا د پیښې ټپیان په بیړه روغتون ته لیږدول شوي دي.
تېره شپه ناوخته د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
یو شمېر هغه سپکې او درنې وسلې چې په خوست کې د ملي امنیت د سرتیرو له خوا د پوځي عملیاتو او تلاشیو پر مهال یا د غیر مسوولو اشخاصو څخه نیول شوې وې، په یاد ولایت کې د بې وسلې کولو پروګرام (ډایاګ) چارواکو ته وسپارل شوې.
د شنبې په ورځ په خوست کې د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا نیول شوي په لسګونو کیلوګرامه نشه يي توکي د رسنیو د خبریالانو او استازیو پر وړاندې وسوځول شول.
پيښه نن غرمه شاه و خوا دولس نيمې بجې د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې د چپرهار اډې ته څيرمه رامنځته شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي او اووه تنه په کې ټپيان شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته