د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فکر او عمل جرګې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ


د افغانستان د فکر او عمل جرګې د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې له کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د فکر او عمل جرګې د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې له کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.


په دې اړه د چهارشنبې پر ورځ جوړې شوې غونډه کې د جرګې مشر ډاکټرعلي احمد جلالي وویل، د دوی لپاره اشرف غني احمدزی د جمهوري ریاست وړ کاندید دی.


د افغانستان د کورنیو چارو د پخوا وزیر علي احمد جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې، د جمهوري ریاست د کاندید، اشرف غني احمدزي کاري پلانونه وستایل او له هغه نه یې ملاتړ یې وکړ.

په دې مناسبت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په جوړې شوې غونډې کې د فکر او عمل د جرګې ګڼو پلویانو ګډون کړی وو.

علي احمد جلالي غونډې ته په وینا کې وویل، د اشرف غني احمدزي راتلوونکي کاري پروګرامونه یي په دقت مطالعه کړي او هغه څه یي په کې موندلي چې؛ پلي کېدل یې د هېواد پرمختګ، ملي یووالي او اقتصادي وده تضمینوي:

"وروسته له دې به بل حکومت مجبور وي چې په لږو امکاناتو ستر کارونه ترسره او دروند پیټی به په اوږو وړي.دا هغه څه دي چې د فکر او عمل جرګه یې د اشرف غني په پروګرام، سیاسي او مسلکي ملګرو او د ده په ازمویل شوې رهبرۍ کې ویني."

د فکر او عمل د جرګې د مسئولینو د معلوماتو له مخې، دې جرګې له شاوخوا یوه کال راهیسې د یوې خپلواکې مدني ارګان په توګه فعالیت پیل کړی چې د هېواد یو شمېر دیني عالمان، روشنفکران، ځیني سیاستوال او د ځینو قومونو مشران یې غړي دي.

"زموږ لومړی ظرفیت دا دی چې؛ د ښوونځي، جومات، ارګ او محراب ترمنځ تضاد له منځه یوسو.زموږ د علماو د مادي او معنوي عزت ساتل زموږ ستره دنده ده او دا جرګه به ماته نور جراات هم راکړي چې پرمخ ولاړ شم."

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې د دلوې په دیارلسمه نېټه پیل شوې چې؛ د راتلونکي لمریزکال د حمل تر دیارلسمې به دوام وکړي.

څیړونکي وایي، داسې اټکل کېږي چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې به یو شمېر نور سیاسي ګوندونه او کړۍ هم د خپلې خوښې کاندیدانو ملاتړ څرګند کړي.
XS
SM
MD
LG