د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د نيالګيو کرلو بهير پيل شو


په ننګرهار کې د ميوه لرونکي او زينتي بوټو د کرلو کمپين پيل شو. چارواکي وايي چې سږکال به په ټول ننګرهار کې تر څلور ميليونو پورې ميوه لرونکي او زينتي بوټي وکرل شي.

په ننګرهار کې د ميوه لرونکي او زينتي بوټو د کرلو کمپين پيل شو. چارواکي وايي چې سږکال به په ټول ننګرهار کې تر څلور ميليونو پورې ميوه لرونکي او زينتي بوټي وکرل شي.


د سړې هوا په کميدو او د پسرلي د نښو په ښکارکيدو سره په ننګرهار کې د ميوه لرونکو او زينتي بوټو د کرلو بهير د نهې په ورځ په سرکاري توګه پيل شو.

د دغه کمپين پرانسته د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د يوه نيالګي په کينولو سره وکړه. نوموړي په دولتي مامورينو او ولس غږ وکړ چې د يوه ښه اقتصاد او ښه چيريال په لرلو سره دې په خپلو سيمو کې نيالګي وکړي او ساتنه دې وکړي.

« موږ خپلو مامورينو ته، د کانال رياست موظفينو ته همدا رنګه د زراعت رياست موظیفنو ته جدي هدايات ورکړي د خپلو هغو مامورينو په واسطه باندې چې دوی سره په همدې برخه کې موظف دي، کارونه تر سره کوي، معاشات اخلي، دوی بايد د ځنګلونو په حفاظت کې مرسته وکړي. همدا راز زموږ له خپلو ولسونو نه، له خپلو هيوادوالو نه غوښتنه دا ده چې د ځنګلونو په حفاظت کې مرسته وکړي، ځکه چې دا د دوی په ګټه باندې دي او د ډيرو امراضو مخه نيسي.»

‎د ننګرهار د زراعت ریاست مشر انجينر محمد حسين ساپی وايي چې سږکال به په ټول ننګرهار کې تر څلور ميليونو پورې زينتي او ميوه لرونکي بوټي وکرل شي.

« سږکال په ننګرهار کې څلور ميليونه ونې زينتي او غير زينتي او غير مثمير ونې توليد شوي چې له دې جملې څخه ي، ميليون مثمير چې په دې کې د ستروسو يا نارنج کورنۍ هم شامل دي، او يو ميليون يې زينتي بوټي دي او دوه ميليونه يې غير مثمير بوټي دي، چې له دې جملې څخه په حدود د يو ميليون بوټي د زراعت رياست او کانال رياست توليد دي.»

دا چې د يوه بوټي د کرلو لپاره کوم تدابير په پام کې ونيول شي، د ننګرهار د زراعت رياست يو تن باغوان باشي مشال راډيو ته وويل:

« زما نوم باشي احمد ګل د بهسودو اوسيډونکي، اول بوټي چې موږ کرو، چقوري (کنده) ورته په نظم سره وباسو، څلويښت پر څلويښتو کې يې قطر وباسو، شپيته يا پنځوس سانتي يې لاندې وباسو. (ژوروو) هغه مو چې ويستله، بيا ترې لاندې لږه خاوره د دې لپاره پريږدو چې که ونه په کلک ځای کې ولګول شي، بيا يې ريشې ښه انتقال نه کوي.»

د زراعت ريآست چارواکي وايي چې سږکال به هم د تيرو کلونو په څېر جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو او ټولو دولتي ادارو ته زينتي او ميوه لرونکي بوټي په وړيا ډول ورکول کيږي او هغه بزګران او ولسي وګړي چې په خپلو سيمو کې د باغونو د جوړولو خيال لري، په نيمه بيه به ورته ورکول کيږي.
XS
SM
MD
LG