د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار مېرمنې وايي، سوله غواړو، سوله غواړو، امن غواړو


ننګرهار کې د سولې ليپاره د مېرمنو جرګه. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴
ننګرهار کې د سولې ليپاره د مېرمنو جرګه. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴

يوه سپين سرې ميرمن چې په روان جنګ کې له کورنۍ ځو تنه وژل شوي ول، په لوړ غږ د سولې غوښتونکي شوه او په سلګونو تنو ښځو يې غږ بدرګه کړ.


په سلګونو تنو ښځو ګل په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې په جنګ کې له ښکيلو ډلو غوښتنه وکړه چې جنګ دې بند کړي او د سولې په ټغر دې سره راټول شي.


د اوربند او سولې په خاطر دغه غونډه د ننګرهار د سولې کميټې او د ښځو چارو ریاست په ګډه د دوشنبې په ورځ د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته رابللې وه، چې په سلګونو تنه ښځې په کې د سولې غوښتونکي شولې.

يوه سپين سرې ميرمن چې په روان جنګ کې له کورنۍ ځو تنه وژل شوي ول، په لوړ غږ د سولې غوښتونکي شوه او په سلګونو تنو ښځو يې غږ بدرګه کړ.

« ما درې تنه تنکي تنکي شهيدان ورکړي، زه نور شهيدان نه ورکوم، سوله غواړم، ټولو خويندو ته خواست دی چې زما غږ بدرګه کړي، سوله غواړم، سوله غواړم، سوله غواړم.»
ننګرهار کې د سولې ليپاره د مېرمنو جرګه. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴
ننګرهار کې د سولې ليپاره د مېرمنو جرګه. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشرې انيسې عمراني په په دولت، نړيوالې ټولنې او د دولت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې نور دې جنګ ته د پای ټکی کيږدي.

« په هيواد کې د سرتاسري سولې او ملي يو والي د ټينګښت په خاطر په خپل دولت، په مخالفينو او نړيوالې ټولنې دا غږ کوو او دوی دې ته هځوو چې نور اوربند کړي، يعنې زموږ خويندې ميندې دا نه غواړي چې په افغانستان کې نور د بې ګناه زامنو تابوتونو ته کيني. دا په دوی مرکه شوي او ټولو ته خپل پلو غوړوي دا پينځه سوه خويندې چې نور اوربند کړي او نور دوی سولې ته وهځوي،ځکه چې الله تعالی هم د دې امر کړی دی چې الصلح الخير.»
د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د دولت په مخالفينو غږ وکړ چې د ښځو د غږ احترام دې وکړي او سولې ته دې راوګرځي.

« ښځه د دې جامعې نيمه برخه ده. دوی د سوله کې له هر چا زيات رول څکه ادا کولی شي، چې د دوی غږ خوږ غږ دی، د سولې غږ دی، د امن غږ دی او انشاالله دې ته به ټول خلک استقبال کوي، بين المللي جامعه به يې ډير استقبال کوي، د افغانستان حکومت به يې ډير استقبال کوي، زموږ غوښتنه هم دا ده چې د افغانستان مصلح مخالفين چې همدغه رقم خويندې لري، ميندې لري، ميرمنې لري، د دوی غږ ته احترام وکړي او د حل معقولې لارې پيشنهاد کړي تر ځو وکولای شوو موږ د دوی د غږ په نتيجه کې د باثباته افغانستان شاهدان اوسو.»

دغې غونډې ته په جلال اباد ښار سربيره د ننګرهار له بيلابيلو ولسواليو څخه هم ښځې راغلې وې او ټولو يې ژمنې وکړې چې په خپلو سيمو او چم ګاونډ کې به د سولې غږ ټولو ميرمنې ته رسوي چې خپل بچيان له جنګه سولې ته راوبولي.
XS
SM
MD
LG