په افغانستان کې دولسمشرۍ د انتخاباتو کمپاينونه له نن ( اتوار ) نه رسما پيل شول، چې دوه میاشتې به دوام وکړي. دافغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته یوولسو کسانونه خپل نومونه کاندید کړي دي.
د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن ویاند محسني دمشال راډیو افغان څانګې ته وويل، د انتخاباتي مبارزو پر مهال د سرغړونو د څېړلو لپاره پوره تياری لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په هرات کې وسله والو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کانديد ډاکټر عبدالله د کمپاين دوه کارکوونکي په ډزو ووژل.
د ډاکټرعبدالله وياند فاضل سنچارکي تیره شپه مشال ريډیو ته وويل، چې وسلوالو د هرات لپاره د دوى د کمپاين مسوول ډاکټر همدرد او د هغه بل ملګرى وژلي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي هم دغه پېښه تاييد کړې ده او وايي په پېښه کې ډاکټر احمد همدرد او شجاع الدين وژل شوي دي.
دسنچارکي په وینا احمد همدرد دولسمشريرۍ په تېرو انتخاباتو کې هم د ډاکټر عبدالله د انتخاباتي کمپاين مسوول و.
په افغانستان کې په راتلونکي اپریل میاشت کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي او حامد کرزی به واک نوي ټاکل شوي ولسمشر ته سپاري.