د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: په نوي کال کې به ټول زده کوونکي کافي کتابونه ولري


د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په راتلونکې تعلیمي کال کې به د نوموړي ولایت د ټولو زده کوونکيو د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.


د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په راتلونکې تعلیمي کال کې به د نوموړي ولایت د ټولو زده کوونکيو د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي، دوی وايي چې اوسمهال يې د اوه زره ښوونکیو د ظرفیتونو د لوړولو له پاره هم څوارلس میاشتنۍ روزنیز پروګرام ترلاس لاندې نیولی، چې دې کار سره به د دې ولایت د پوهنې د بهیر په کیفیت کې د پام وړ ښه والۍ راشي.


د پکتیکا د پوهنې رئیس کوچی ځا ځی مشال راډیو ته وایي، چې نوي ښوونیز کال ته به د یاد ولایت د زده کوونکیو د درسي کتابونو د کمښت مهمه ستونزه په بشپړ ډول هواره شي، د ده په خبره اوسمهال ورته د پوهنې وزارت څخه د ډېریو ټولګیو درسي کتابونه رسیدلي او ځني پاتې کتابونه به هم د همدې ژمنیو رخصتیو په اوږدو کې راورسیږي.

نوموړي په روان کال کې پر وخت د یو شمېر ښوونکیو د معاشونو د نه اجراء ستونزو ته هم اشاره وکړه او زیاته يې کړه، چې نوي مالي کال کې به ښوونکي د میاشتنیو معاشونو په اخیستلو کې کومه ستونزه ونه لري:

((پخوا چې موږ په ټولګیو کې کوم کمبودات چې لرل، یوازې مو د اول ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې درلودل، خو اوس دا کتابونه په مکمل ډول د پوهنې د محترم وزارت څخه رارسیدلي دي او موږ په دې هڅه کې یو چې په دې نږدې شپو ورځو کې هغه تعداد کتابونه چې په پکتیکا کې يې د کمبود سره مخامخ وو، هغه هم د وزارت له مقام څخه را انتقال کړو او په دې ژمي کې يې توزیع شروع کړو.))

د پکتیکا د پوهنې رئیس وړاندې وايي، چې د ښوونکو د ظرفیت لوړولو له پاره یې هم بېلابېل روزنیز پروګرامونه په پام کې نیولي، تر څو ښوونکي په خپلو اړوندو رشتو کې لا زیات وروزل شي.
نوموړي په دې برخه کې د پوهنې وزارت د پروګرامونو په چوکاټ کې د افغان پرمختګ ټولنې د هغه پروګرام یادونه وکړه، چې ۴۴ مسلکي او د لیسانس په کچه ښوونکي یې په لوړ معاش په دنده ګمارلي او دا ترینران به د څوارلسو میاشتو په اوږدو کې ۷۰۰۰ ښوونکي وروزي.

د افغان پرمختګ موسسې یو کارکوونکی عبدالمنیر د یاد پروګرام د څرنګوالي په تړاو وايي، چې نوموړې برنامه به اوسمهال د پکتیکا ولایت د اوو ولسوالیو په ساحه کې شاوخوا اوه زره ښوونکي په اکاډمیک او میتودیک برخو کې وروز:

((موږ به بیا هم د یو نیم کال له پاره دا پروګرام د پکتیکا ولایت په اوو ولسوالیو کې تطبیقوو، تاسو ولیدل چې موږ نن ورځ د ۱۱۶ نفرو نه ازموینه واخسیته، چې له دې جملې څخه موږ څلوېښت نفره استخداموو، په مختلفو رشتو کې به موږ استادان نیسو او دوی به هم په خپلو اړوندو رشتو کې استادانو ته سیمنارونه ورکوي، د ښوونکیو ستونزې به حلوي تر څو د دوی په واسطه زموږ د شاګردانو ستونزې حل شي.))

د یادونې وړ ده، پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز زون کې د هغو ولایاتو له جملې نه ده، چې پخوا یې د پوهنې برخې ته پوره پاملرنه نه ده شوې، له همدې کبله د یاد ولایت په ډیریو ښونځیو کې د مسلکي او وړ ښوونکیو ستونزه لا تر اوسه هم محسوسه ده.
XS
SM
MD
LG