د خوست په ملي لوبغالي کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر د پرانیستې په موخه غونډه کې د خوست له بېلابېلو سیمو څخه ګڼو قومي مشرانو، ځوانانو، ځايي اوسیدونکیو، د ملي شورا غړیو ګډون وکړ
د غزني چارواکي وايي، پرون د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي چې پکې اوولس تنه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
دا افغان سربازان د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه و، چې د دفاع وزارت د چارواکو په خبره، مړي به یې نږدې سیمو ته په ګاډو او لیرې ولایتونو ته په الوتکو کې ولیږدول شي او له کورنیو سره به یې مرستې وکړي.
د سي اين اين پر ويب پاڼه خپرې شوې ليکنه کې راغلي، روسي ځواکونه ۲۵ کالونه وړاندې له افغانستانه ووتل او د دغې هېواد نهه کلن ښکېلاک يې پای ته ورساوه.
د ملي دفاع وزارت د چارواکو د لومړنیو معلوماتو له مخې د کونړ د غازي آباد د لارې په اوږدوکې د افغانستان دښمنانو تېره شپه د ملي اردو پر دوو پوستو باندې برید کړی چې له امله یې ۱۹ تنه سرتیري شهیدان شوي او ۶ تنه یې لادرکه شوي دي.
په وروستیو کالونو کې په خوست کې ادبي او فرهنګي هڅو د ځوانانو د ژوندانه په ټولنیز اړخ ډېر اغېز پریباسلی، دوی نه یوازې په پراخه کچه زده
پاکستان او افغانستان په ګډه په ورپیښو چیلنجونو د قابو موندولو لپاره رضا شوې دي . د پاکستان سرکاري ریډیو نن په خپله ویب پاڼه خبر خپور کړي چې دا خبره د پاکستان د خزانې وزیر
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د شنبې ورځې په ماښام مشال راډيو ته وويل: د دولت مخالفو وسله والو په دوه جلا بريدونو کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې چې ۱۱ تنه په کې ملکي وګړي
په خوست کې یو شمېر سوداګرو او د مدني ټولنو غړیو د یوې خبري ناستې له لارې یو ځل بیا د افغانستان د ولسمشر او مالیې وزیر نه په کلکه وغوښتل، چې د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو په برخه کې دې عملاً اقدام وکړي
د افغانستان د نورستان ولایت نوی والي حافظ عبدالقیوم وايي ، د پرمختګ او امنیت لپاره داسې ګڼ پلانونه لري چي په عملي کولو سره به يي د نورستان ستونزی هوارې شي .
د خوست د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا د خوست ښار د کاروان سرای په سیمه کې یوه پنځه کسیزه وسلواله ډله د غلاوو په تور ونیوه او همدرانګه یو بل تن يې د تڼیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د الکولي مشروباتو د قاچاقو په تور نیول شوی دی.
د ننګرهار د کانال پروژه بيا رغول، د بهسود پول چې د درو ولايتونو عمومي لارې څخه تيريږي، په اساسي ډول جوړول، د کونړ پر سيند باندې د بريښنا بند جوړول، د جلال اباد او تورخم د دویم سرک کار تکمیلول، دا به هاغه تشې وعدې نه وي لکه چې تاسو ته درکول شوي، توفيق له خدايه غواړو او پوره باور لرو چې څه شی زموږ له
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته