د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې ۹۲ ټاکنیز مرکزونه امنیتي تهدیدونه ګواښي


د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې په نوموړي ولایت کې ۲۶۶ د رایې اچونې مرکزونو د امنیت د خوندیتوب له پاره يې د افغان امنیتي ځواکونو څخه ۴۲۳۰ تنه سرتیري توظیف کړي دي.

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې په نوموړي ولایت کې ۲۶۶ د رایې اچونې مرکزونو د امنیت د خوندیتوب له پاره يې د افغان امنیتي ځواکونو څخه ۴۲۳۰ تنه سرتیري توظیف کړي دي، تر څو خلک د ویرې او اندېښنې پرته په خپلو نږدې سیمو کې رايې وکاروي او د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو نوماندان په ډاډه زړه ټاکنیز کمپاینونه ترسره کړي.


د نوموړي ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وايي، چې په پکتیکا کې تر اوسه ۹۲ د رایه اچونې مرکزونه د لوړ امنیتي تهدید سره مخامخ دي، خو دوی هڅه کوي، چې د ټاکنو تر ورځې دا ډول تهدیدونه منځنۍ کچې ته راټیټ کړي:

((د پکتیکا ولایت په ټولو ولسوالیو کې امنیت تامین شوی دی، موږ په ټوله پکتیکا کې ۲۶۶ د رايې ورکونې مرکزونه لرو، چې په هغه کې موږ ۹۲ مرکزونه په لوړ تهدید کې نیولي دي او ۷۳ مرکزونه مو په متوسط تهدید کې نیولي دي او ۱۰۱ مرکزونه په ټیټ تهدید کې نیول شوي دي.موږ په هغو سیمو چې تهدید یې لوړ دی په هغو ځایو کې مو اوس عملیات شروع کړي دي، زه تاسو ته اطمینان درکوم، چې د انتخاباتو تر ورځې موږ هغه مرکزونه چې په ډېر تهدید کې دي متوسط تهدید ته راولو او متوسط تهدید به موږ ټیټ تهدید ته راولو.))

دولت خان ځدراڼ یادو امنیتي اندېښنو سره، سره بیا هم وايي، چې په پکتیکا کې هېڅ داسې سیمه او ولسوالي نشته، چې هلته دې ټاکنې ونه شي:

((زه اطمینان ورکوم، چې په ټوله پکتیکا کې هېڅ داسې ځای نشته، چې موږ به هلته انتخابات نشو کولای، موږ په ټولو ولسوالیو کې انتخابات کولای شو، موږ چې ملي اردو، ملي پولیس، سرحدي پولیس، نظم عامه او نورې ادارې مصاحبه کړي دي، ۴۲۳۰ نفره به د دې مرکزونو امنیت ساتي.))

د پکتیکا امنیه قوماندان وايي، په ګیانه، برمل او خوشامند کې تهدیدونه شته، خو دوی په خوشامند کې د تصفیې عملیات پیل کړي او نورو نا امنو سیمو ته به يې هم وغځوي، هغه وايي، چې نوماندانو ته به په هره ولسوالۍ د ټاکنیزو مبارزو له پاره زمینه برابره کړي:

((فقط چې موږ مشکل لرل او هغه مو لوړ تهدید کې نیولي ول د ګیانې ولسوالي وه، د برمل ولسوالي وه، خوشامند ولسوالي ده، دا ولسوالۍ موږ په لوړ تهدید کې نیولې وې، خو اوس چې موږ په خوشامند ولسوالۍ کوم عملیات وکړل، هغه ولسوالي د دښمن د تهدید نه خلاصه شوې ده، موږ پلان لرو، چې اوس هغه زیات تهدید په ولسوالیو کې متوسط تهدید ته راولو.کاندیدانو ته اطمینان ورکوو، هره ولسوالۍ کې چې دوی وغواړي کولای شي، چې هلته دوی کمپاین وکړي، هر وکیل او کاندید کولای شي، پکتیکا ته راشي، هره ولسوالي يې چې زړه وغواړي هلته دې ولاړ شي، خپل کمپاین دې وکړي، هېڅ مشکل به هم نه وي.))

د ولسمشرۍ د را روانو انتخاباتو امنیت اوس د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لپاره یوه مهمه اندېښنه شوې ده، د دې کمیسیون ویاند نادرمحسني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د هېواد له امنیتي ارګانونو غوښتنه کړې وه، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو او د هغو د همکارانو ډاډمن امنیت ونیسي.

همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش هم له افغان امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې، چې په زیات دقت سره د انتخاباتو امنیت ټینګ کړي.
XS
SM
MD
LG