پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د یکشنبې پر ورځ په لاهور کې د پاکستان د سپریم کورټ د مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ له خپل طرفه یا د سوموټو نوټس پر اساس، پر اته کلنې زینب د تېري او د هغې د وژنې قضیې اورېدنه وکړه.
پولیسو د مسود مور و پلار کراچۍ ته وربللي چې پلټنیزه کمېټي یې د دوشبنې پر ورځ بیان واخلي. د مسود د وژنې په تړاو د سېند حکومت د ملیر اېس اېس پي راو انوار معطله کړی دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، چې د انټرکانټېنېنټل هوټل د تصفیې عملیات روان دي او افغان ځانګړو ځواکونو تر دا مهاله درې منزله تصفیه کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې ویلي، پر پاکستان یې د پوځي مرستو له بندولو سره هغه هېواد ته قوي پیغام ورکړی. نوموړې د امریکا غږ له ګرېتا فن سوستېرن سره په مرکه کې ویلي، پاکستان ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي، نو ځکه واشنګټن ورته د دې لپاره نور پیسې نشي ورکولای.
اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، د ورېښمو د لار بیا بحالۍ په اړه د چین یو شمېر پروژې له بېلا بېلو سیاسي او مالي خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي. په دې لړ کې په پاکستان کې هم د شاوخوا ۱۴ اربه ډالرو پروژې ځنډېدلې دي.
د روسیې ریا خبري اژانس تېر ماښام، په ملګرو ملتونو کې مرستیال سفیر سېرګې ریابکوف له خولې ویلي، ((د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د کورنیو چارو په معامله کې هېڅ رول نه لري.))
د مجاهد په خبره، پولیسو د ناقانونه نشه يي موادو او شرابو د خرڅوونکو د احتمالي احتجاج مخه نیوله چې برید وشو. دا حمله د زیارت پر شپه شاوخوا اته نیمې بجې له مکروریانو سره نېږدې شوې.
امریکايي حکومت وايي، د پاکستان پوځ ته امنیتي مرستې تر هغو ځنډوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد یې ((پرېکنده اقدام)) نه وي کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د زیارت پر ماښام خبري غونډې ته وویل
د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار. مېکماسټر ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ چلند نهیلی کړی دی. نوموړي د امریکا غږ له خبریالې ګرېتا فان سوستېرېن سره په مرکه کې ویلي، اسلام اباد ته په سپینه وايي چې د په ترهګرو ډلو کې دې توپیر نه کوي
د ډېسېمبر له ۲۸مې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې روانې دي چې لومړی د ورځني استعمال د شیانو د بیو زیاتېدو پر ضد پیل شوې وې خو وروسته یې بڼه سیاسي شوه او خلکو د هېواد پر سیاسي
د هېواد د ایت الله ګانو تر واک لاندې مذهبي ادارې او انقلاب ساتونکي دواړه خپل سیاسي طاقت کاروي او د اقتصاد لویه برخه یې په کنټرول کې ده. هغوی هېچا ته حساب نه ورکوي.
ايراني مظاهرچيان په هېواد کې د ورځني استعمال او خوراکي شیانو د بیو زیاتولي پر ضد کوڅو ته وتلي دي.
اصلي خبره دا ده چې [داعش] په دوو هدفونو [حملې کوي]. یو د خپلې ایډیولوژۍ او مفکورې له مخه، لکه په سوریې او عراق کې یې چې کول. او له بلې خوا د خلکو په منځ کې د افغانستان دولت بې اعتماده کول غواړي.
تر اوږدې مودې، پاکستان طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي. خو هغه ورځې لاړې. ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته نوټس یا خبرداری ورکړی. که پاکستان جنایتکاران او ترهګر ساتي نو ډېر څه بایلي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي، واشنګټن کره شواهد لري چې ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته د وسلو په ورکولو، د ملګرو ملتونو د بندیزونو سرغړونه کړې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېسېمبر پر شپږمه په بیان کې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژند. د ټرمپ دې اعلان نړیوال غبرګونونه پارولي دي او د ځېنو هېوادونو مشرانو
اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، ابيګېل پرکېنز د امریکا د فېډرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي ای) پخوانۍ کارکوونکې ده.
د مشال خان خویندې وايي، دوی د ورور له وژنې راهیسې پوهنتون او ښوونځي ته نه دي تللې. مشال خان د مردان د ولي خان پوهنتون زده کوونکی وو چې د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه پارېدلو خلکو وواژه.
د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې جرمونو ته د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ ده. د ازادې اروپا راډیو مشر ټام کېنټ د دې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د دې معافیت د ختمولو او د خبریالانو د ساتنې غوښتنه کړې. ویډیو وګورئ.
نور وښیئ