د لاسرسي ځای

تازه خبر

شبقدر کې د پرنسپل وژنې ضد مظاهره شوې


پراګ - د چارسدې د شبقدر پولیس وايي، د دوشنبې پر ورځ د یوه کالج د پرنسپل د وژلو پر ضد خلکو مظاهره کړې.

د شبقدر تاڼې مشر عارف خان ماخوستن له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، پرنسپل سریر خان به اکثر د سید فهیم شاه په نوم زده کوونکي ته غوسه کېده، ځکه هغه وویشت:

((پرنسپل [سریر خان] به [دې زده کوونکي سید فهیم شاه] ته کله نصیحت کاوه او کله به یې ورته [غوسه] کوله. او نن [دوشنبه] چې [پرنسپل] له کلاسه ووت، نو و یې ویشت.))

د پاکستان ځېنو رسنیو لکه ډان او پاکستان ټوډې ورځپاڼو د یوې ویډیو په حواله ویلي چې پولیسو کله فهیم شاه ونیوه نو هغه پر پرنسپل د مذهب د سپکاوي تور پورې کړ او ویې ویل چې په خپل کار ((پښېمانه نه دی.))

مشال راډیو ته د استول شوي رپورټ انځور
مشال راډیو ته د استول شوي رپورټ انځور

خو عارف خان دا خبر رد کړ چې زده کوونکي د اسلامیه کالج په نوم د شخصي تعلیمي ادارې پرنسپل د مذهب د سپکاوي په تور وژلی دی.

ده وویل، د پرنسپل د وژنې پر ضد د شبقدر خلکو مظاهره وکړه او چارسدې ته تلونکی سړک یې تړلی وو.

پولیس افسر وايي، د کالج پرنسپل دینداره سړی وو، په عربۍ او دینیاتو کې یې ماسټري کړې وه او د قران حافظ هم وو.

عارف خان مشال راډیو ته د زده کوونکي پر ضد د درج شوي رپورټ عکس هم استولی چې پکې د پرنسپل خوريي حارث خان ویلي چې فهیم شاه په سبق کې ښه نه وو او نه منونکی وو.

موږ له نیول شوي زده کوونکي سره په خبرو و نه توانېدو ځکه چې هغه په حوالات کې بند وو.

XS
SM
MD
LG