د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان دې په چټکۍ د مشال راډیو فعالیتونه بحال کړي"


پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د جنورۍ ۲۵مې پر مازیګر د رسنیو د ازادۍ په اړه په یوه بیان کې خبریالانو ته په وینا کې پر اسلام اباد غږ وکړ چې ژر دې د مشال راډیو دفتر بیا پرانیزي.

دې وویل، ((موږ د جنورۍ پر ۱۹مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په اسلام اباد کې د ازادې اروپا راډیو د مشال راډیو د دفتر د تړلو فیصلې زښت اندېښمن کړي یو. موږ خپله اندېښنه د پاکستان حکومت ته رسولې او پر پاکستان ټینګار کوو چې په چټکۍ او بې له شرطه د دفتر تړلو پرېکړه لغوه کړي او د مشال راډیو فعالیتونه بحال کړي.))

هلته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د زیارت پر ماسپښين په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د کورنیو چارو وزارت د مشال راډیو دفتر ځکه تړلی چې ورسره ((اړینه اجازتنامه یا لایسنس)) نه وو.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په ځواب کې به مشال راډیو دا ووايي چې زموږ راډيو د ۲۰۱۰م کال د اپرېل له میاشتې راهیسې د پاکستان خوندیتوب او راکړې ورکړې کمېشن (Securites And Exchange Commision of Pakistan) سره راجسټر دی. دلته یې تصویر لیدلی شئ.

د جنورۍ پر ۱۹مه د کورنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په ورکړي فرمان کې راغلي ول چې مشال راډیو د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) په سپارښتنه تړي. په هغه فرمان کې پر راډیو تور پورې شوی وو چې له ((دښمنو استخباراتي ادارو)) سره تړلې او پاکستان د ((ترهګرۍ)) او ((بېلا بېلو وسله والو ډلو)) د ((ځالې)) په نوم یادوي.

د پاکستان د کورنیو چارو له وزارته د مشال راډیو د دفتر تړلو په اړه خپور شوی فرمان
د پاکستان د کورنیو چارو له وزارته د مشال راډیو د دفتر تړلو په اړه خپور شوی فرمان

تر دې وروسته، د ازادې اروپا راډیو مشر تامس کېنټ په بیان کې لګېدلي تورونه رد کړي ول او ویلي یې ول چې مشال راډیو له ((هېڅ استخباراتي ادارې)) سره تړاو نه لري او دا چې د امریکا کانګرس یې تمویلوي.

کېنټ زیاته کړې وه چې مشال راډیو پر واقعیتونو ولاړه، متوازنه او بې طرفه خبریالي کوي.

د زیارت پر شپه د امریکا د کانګرس په مالي مرسته د چلېدونکو نړیوالو رسنیو د انتظام ادارې (براډکاسټېنګ بورډ اف ګورنرز) مشر جان اېف. لینسېنګ په بیان کې د مشال راډیو د دفتر پر تړلو د ((خپګان)) ښودنه وکړه او زیاته یې کړه چې حکومت دې په پاکستان کې د ازادې اروپا راډیو ((خبریالانو ته د کار اجازه)) او د هغوی ((د امنیت ضمانت)) ورکړي.

براډکاسټېنګ بورډ اف ګورنرز د یو شمېر امریکايي نړیوالو رسنیو لکه د ازادې اروپا راډیو، د امریکا غږ، د ازادې اسیا راډیو او د منځني ختیځ په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د خپلواکه او بې طرفه رسنیو چارې پر مخ وړي.

په پاکستان کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو مخکښانو او نومیالیو خبریالانو هم پر حکومت غږ کړی چې د مشال راډیو دفتر دې بیا پرانیزي او خبریالانو ته دې د کار اجازه ورکړي.

پرون په پېښور کې پښتونخوا ولسي تحریک، د زده کوونکو سازمانونو او فعالانو هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اقدام پر ضد مظاهره وکړه او ویې ویل د مشال راډیو دفتر تړل د ((بیان پر ازادۍ)) د محدودیت لګولو په معنا ده.

XS
SM
MD
LG