د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران مظاهرې: د وژل شویو شمېر ۱۰ ته رسېدلی


د یکشنبې په شپه په بوشهر کې د مظاهرو یو انځور
د یکشنبې په شپه په بوشهر کې د مظاهرو یو انځور

پراګ - ایرانۍ رسنۍ وايي، د حکومت ضد احتجاجونو پر مهال په تاوتریخوالي کې د وژل شویو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی.

د اتوار پر شپه په مظاهرو کې دوه نور کسان وژل شوي.

د دوشنبې پر ورځ د ایران نیمه رسمي اېلنا خبري اژانس د پارلېمان یوه وکیل هدایت الله خادمي له خولې ویلي، چې دوه کسان د اتوار پر شپه ویشتل شوي دي.

خادمي زیاتوي چې ((خبر نه دی چې دا کسان د پولیسو او که د مظاهره کوونکو په ډزو کې وژل شوي.))

د جنورۍ پر لومړۍ ایرانی دولتي ټېلېوېژن وویل، د پینځو ورځو په مظاهرو کې د وژل شویو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

هلته ایراني ولسمشر حسن روحاني ویلي، د هېواد وګړي یې د احتجاج او پر حکومت د انتقاد پوره ازادي لري خو خبرداری یې ورکړی چې دا هر څه باید سوله ییز وي.

نوموړي د یکشنبې یا اتوار پر شپه د کابینې په غونډه کې وویل، په مظاهرو کې دې له تاوتریخوالي ډډه وشي.

روحاني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په ایران کې سلګونه کسانو د یکشنبې پر شپه مظاهرو ته دوام ورکړ.

د ډېسېمبر له ۲۸مې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې روانې دي چې لومړی د ورځني استعمال د شیانو د بیو زیاتېدو پر ضد پیل شوې وې خو وروسته یې بڼه سیاسي شوه او خلکو د هېواد پر سیاسي او بهرنیو تګلارو هم انتقادونه پیل کړل.

د ایران مظاهرې څه نتیجې لرلای شي؟

امنیتي ځواکونو خبرداری ورکړی دی چې احتجاجونو ته به ((سخت غبرګون)) وښيي.

ایرانیو چارواکو په هېواد کې هغه ټولنیزې انټرنیټي شبکې تړلې دي چې د حکومت ضد مظاهره کوونکو د غونډولو لپاره کارېدلې.

د اتوار پر ورځ د انسټاګرام او ټېلېګرام کارکوونکو شبکو ته لاسرسی نه لاره.

په ایران کې دواړه اپليکېشنونه مشهور دي او منتظمینو مظاهرو ته د خلکو وربللو لپاره کارول.

د ټېلېګرام مشر پاوېل دوروف پر ټوېټر لیکلي، ((ایرانیو چارواکو ټېلېګرام ته رسايي تر هغې وروسته تړلې چې موږ د صدای مردم په ګډون د نورو سوله ییزو مظاهره کوونکو د چینلونو له تړلو انکار وکړ.))

صدای مردم د امد نیوز په نوم د یو بل چینل پر ځای جوړ شوی وو چې د مخابراتو وزیر محمد جواد ازري تر شکایت وررسېدو وروسته، د شنبې یا خالي پر ورځ بند کړ. ادم نیوز چینل ۱۳ لاکه غړي لرل.

ایراني وګړي په هېواد کې د ورځني استعمال او خوراکي شیانو د بیو زیاتولي پر ضد کوڅو ته وتلي او امنیتي چارواکو خبرداری کړی چې ((سخت غبرګون)) به وښيي.

د ایران احتجاجونه له ۲۰۰۹ز کال راهیسې د هغه هېواد تر ټولو لوی هغه دي چې چارواکو ته یې جدي چیلېنج ورپېښ کړی دی.

په ۲۰۰۹ز کال کې د هغه وخت د ولسمشر محمود احمدي نژاد د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو د نتیجو له کبله هم لویې مظاهرې شوې وې.

روحاني د ۲۰۱۷ز کال په مې کې بیا ولسمشر وټاکل شو. ده په کیمپېن کې د بیان د ازادۍ او د خلکو د غونډو کولو د حقونو د ضمانت ژمنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG