د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني پرضد پرچه درج شوه


پراګ - د کواټ پولیس وايي، په امریکا کې یې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني پرضد پرچه درج کړې ده.

د کواټ ښار تاڼې یوه پولیس افسر د دوشنبې پر ورځ د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، په رپورټ کې پر حقاني د پاکستان ضد د کتابونو لیکلو تور دی:

''د پهلوان بانډې یو کس دی حبیب الرحمان نومېږي. ده په خپل درخواست کې لیکلي چې حسین حقاني د پاکستان پوځ خلاف خبرې کړې دي، د پاکستان خلاف یې کتابونه لیکلي، او له انډیا سره [تعلقات] لري. نو بیا موږ ته سرکاري [امر] وشو چې دا پرچه دایره کړې.''

پولیس افسر زیاته کړه چې دوی ته امر د عدالت په ذریعه شوی دی او رپورټ د جنورۍ پر ۱۵مه دایر شوی.

پاکستانۍ ډان او اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې وايي، دوه نورو کسانو هم د کواټ چاوڼۍ او بلي ټنګ په تاڼو کې ورته رپورټونه دایر کړي دي.

په رپورټونو کې دعوه شوې چې حقاني چې کله په امریکا کې سفیر وو نو د هغه هېواد د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې غړو ته یې د پاکستان ویزې ورکړې وې.

په پرچه کې دا هم راغلي چې حقاني د مېمو ګېټ په نوم د لیک او معاملې باني دی چې پاکستان ته یې ((زښت تاوان)) رسولی.

حقاني له ۲۰۰۸ز کال څخه تر ۲۰۱۱ز پورې په واشنګټن کې د اسلام اباد استازی وو. کله چې د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه امریکايي ځانګړو ځواکونو په اېبټ اباد کې چاپه ووهله او د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن یې وواژه، نو له کبله یې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي خراب شول.

د لادن د وژنې له کبله په پاکستان کې د پیپلز ګوند په مشرۍ د منتخب حکومت او پوځ تعلقات هم ترینګلي شول.

په هغه وخت کې د منصور اعجاز په نوم یوه کس دعوه وکړه چې حقاني امریکايي چارواکو ته ویلي چې په پاکستان کې د پوځي کودتا وېره ده نو واشنګټن دې د دې د مخنیوي هڅې وکړي. دې معاملې ته د میموګېټ سکینډل یا رسوايۍ نوم ورکړل شو.

نوموړي په هغه وخت کې دا تور ناسم بللی وو خو وروسته له خپلې دندې څخه استعفا ته اړ شو.

حسین حقاني پر ټوېټر په یوه بیان کې د ده پر ضد په تاڼو کې د رپورټونو پر درجولو طنز کړی او ویلي یې دي چې ((تر اوسه پورې د میموګېټ فیصله هم نه ده شوې)) ځکه چې د ده پر ضد ثبوتونه نشته. ده زیاته کړې چې که رپورټ کوونکو د ده کتابونه لوستي وای نو ورته به معلومه شوې وای چې د هېواد د چلولو ((متبادلې پالیسۍ)) څه کېدای شي.

XS
SM
MD
LG