د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د زینب د قضیې اورېدنه کړې


پراګ - د پاکستان د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د قصور د زینب په ګډون پر اووه نورو نجونو د تېري او د هغوی د وژنې د قضیې اورېدنه وکړه.

د یکشنبې پر ورځ په لاهور کې د پاکستان د سپریم کورټ د مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ له خپل طرفه یا د سوموټو نوټس پر اساس، پر اته کلنې زینب د تېري او د هغې د وژنې قضیې اورېدنه وکړه.

په اورېدنه کې د زینب کاکا او د اووه نورو هغو نجونو میندې او پلرونه موجود ول چې له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په قصور کې تر تېري وروسته وژل شوې وې.

د جنورۍ پر نهمه په قصور کې پولیسو د زینب مړی وموند او ویې ویل چې تر وژنې مخکې پر هغې تېری شوی وو. نوموړې د روانې میاشت پر څلورمه تښتول شوې وه.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د سپریم کورټ اورېدنې ته د ملتان د پولیسو سیمه ییز او د ګډې پلټنیزې ډلې مشر محمد ادریس خپل رپورټ وړاندې کړ او ویې ویل چې د ۲۰۱۵ز کال له جون راهیسې د تېري او وژنو اته پېښې شوې دي.

ده وویل، د زینب په وژنه کې د ککړ کس ډي اېن اې لري او تر اوسه یې د ۸۰۰ مشکوکه کسانو د ډي اېن اې معاینه کړې، خو ملزم ته لا نه دي رسېدلي.

قاضي منظور ملک د ګډې پلټنیزې ډلې مشر ته وویل، یوازې د ډي اېن اې پر معاینو دې تکیه نه کوي ځکه چې د پلټنو نورې طریقې هم شته.

د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ په خپلو څرګندونو کې د زینب د وژنې غندنه وکړه.

د پنجاب صوبې د قانوني ازموینو یا فورېنزېک څانګې مشر ډاکتر طاهر اشرف عدالت ته وویل چې دوی په ښار او کوڅو کې د لګېدلو کیمرو ویډیوګانې لیدلې دي خو په هغو کې دا نه معلومېږي چې ایا پکې ښودل شوې نجلۍ واقعي زینب ده او که بل څوک؟

دې ته په کتو جرګګۍ اشرف ته د درو ورځو وخت ورکړ او ورته یې امر وکړ چې په همدې موده کې دې پوره معلومات ورکړي.

قاضیانو زیاته کړه چې که په ۲۰۱۵ز کال کې د قصور ښار پولیسو اقدام کړی وای نو پر اتو ماشومانو به تېری نه کېده او هغوی به نه وژل کېدې.

د اورېدنې پر وخت د ښکار شویو نجونو د کورنیو غړو له عدالته د چټک انصاف غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG