د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ غواړي د جنسي تېري د پېښو پلټنې ژر وشي


پراګ - د سېنېټ د بشري حقونو د کمېټۍ مشرې نسرین جلیل بېګا (د پنجشنبې پر شپه) مشال راډیو ته وویل، د دوی پلاوی د جنورۍ پر ۲۵مه مردان ته تللی وو او هلته یې د وژل شوې ماشومې اسما له کورنۍ سره ولیدل.

دې وویل، د دوی پلټنې ښيي چې ماشومه د جنورۍ پر ۱۳مه ورکه شوې وه او ماښام یې کورنۍ پولیسو ته خبر ورکړ. پولیسو د دې نجلی مړی د روانې میاشت پر ۱۴مه له ښاره بهر د ګنیو په پټي کې وموند.

د روانې میاشت په پیل کې د پنجاب په قصور کې یوه اته کلنه نجلۍ زینب د تېري ښکار شوې وه او بیا وژل شوې وه. د دې پېښې په اړه پر ټولنیزو او نورو رسنیو د خبرونو تر خپرېدو وروسته په نورو سیمو کې هم ورته پېښې معلومې شوې چې پکې یوه یې د مردان د ګوجر ګړۍ د اسمې هغه هم ده.

سېنېټرې جلیل وویل، پولیسو د ډي اېن اې د معاینې لپاره نمونې لاهور ته استولې دي ځکه تر اوسه دا روښانه نه ده چې پر هغې به تېری شوی وي او که نه؟

((داسې ښکاري چې د تېري هڅه به شوې وي. خو پولیس په دې اړه پوره شواهد نه لري. نو [پولیس] لومړی دا معلوموي چې ایا پر ماشومې تېری شوی او که نه؟ که دا معلومه شي نو بیا پولیسو د شاوخوا ۲۰۰ مشکوکه کسانو د وینې نمونې اخیستې دي او د هغوی د ډي اېن اې له معاینې څخه به د ککړ کس شناخت وشي. خو د خپګان خبره دا ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت د ډي اېن اې د معاینې لېبارټري نه لري.))

نسرین جلیل زیاته کړه چې سېنېټ غواړي د مردان د دې نجلۍ د وژنې په اړه ژر او پر وخت پلټنې بشپړې شي.

په عین وخت کې د پنجشنبې یا زیارت پر ماښام په قصور کې خبري غونډې ته په وینا کې د زینب پلار امین انصاري دعوه وکړه چې د ده د لور په وژنه کې ککړ کس عمران پولیسو نه بلکې د ده خپلوانو نیولی دی:

((د ملزم [عمران] نشاندهي هم موږ کړې او نیولی هم زموږ خپلوانو دی. موږ اصلاً د ده لټون کړی، د ده ځای مو معلوم کړ، و مو نیوه او بیا مو پولیسو ته ټېلېفون وکړ او ور و مو سپاره.))

تر دې مخکې د پنجاب حکومت ویلي ول چې ککړ کس یې نیولی او د ډي اېن اې له معاینې معلومه شوې چې عمران پر اته کلنې زینب تېری کړی وو او بیا یې وژلې وه.

د زینب پلار په خبري غونډه کې ګواښ وکړ چې که پولیسو د ده د لور په وژنه کې ککړ نور کسان و نه نیول نو دی احتجاج پیلوي.

د پنجاب پولیس او حکومت وايي چې زینب د جنورۍ پر څلورمه ورکه شوې وه او پر نهمه یې مړی وموندل شو چې وروسته معلومه شوه چې ورباندې تېری شوی وو. د پاکستان سپریم کورټ د قصور د دې پېښې نوټس واخیست او حکومت یوه ګډه پلټنیزه ډله هم جوړه کړې چې په خپل لومړني رپورټ کې یې ویلي له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په قصور کې اته نجونه د تېري ښکار شوې او بیا وژل شوې وې.

XS
SM
MD
LG