د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م.م امنیت شورا د ایران مظاهرو په اړه غونډه کوي


پراګ - ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې پر ورځ په ایران کې د مظاهرو په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هېلې روانه اوونۍ د دې غونډې غوښتنه کړې وه او ویلي یې ول چې ((ملګري ملتونه باید اواز اوچت کړي.))

خو د روسیې ریا خبري اژانس تېر ماښام، په ملګرو ملتونو کې مرستیال سفیر سېرګې ریابکوف له خولې ویلي، ((د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د کورنیو چارو په معامله کې هېڅ رول نه لري.))

هلته امریکا په ایران کې د مظاهره چیانو لفظي ملاتړ زیات کړی دی خو غربي رسنۍ خبر ورکوي چې ظاهراً په هغه هېواد کې مظاهرې خاموشې شوې دي.

په عین وخت کې حکومت په تهران کې ګڼ پولیس ځای پر ځای کړي او د هغه هېواد مظاهرې دویمې اوونۍ ته داخلې شوې دي.

مظاهرې: ایران پخوا او نن
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

د پنجشنبې پر مازیګر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، تېره اوونۍ په ایران کې د مظاهره کوونکو وژنې او ګرفتارۍ ((په سختۍ غندي)).

په بیان کې ژمنه شوې چې پر مظاهره کوونکو په تاریخوالي کې ککړو امنیتي چارواکو او حکومت ته به سزا ورکوي.

د وزارت بیان وايي، واشنګټن ((د ایراني ولس د قانوني ارمانونو ملاتړ کوي او پر حکومت غږ کوي چې د نظریاتو او معلوماتو د ازادانه تبادلې اجازه ورکړي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG