د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا، پاکستان ته د شاوخوا یو ارب ډالرو امنیتي مرستې وځنډولې


پراګ - امریکايي حکومت وايي، د وسله والو ضد د پاکستان تر ((پرېکنده اقداماتو)) کولو پورې ورته د شاوخوا یو ارب ډالرو پوځي مرستې ځنډوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د زیارت پر ماښام خبري غونډې ته وویل، په دې اړه کار روان دی او اوسمهال د ځنډول شویو مرستو ارقام نشي ورکولای.

دې وویل، ((تر هغو چې پاکستاني حکومت د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد پرېکنده ګامونه نه وي اخیستي، امریکا به پاکستان ته د امنیتي مرستو ورکړه وځنډوي)). دې وویل، طالبان او حقاني شبکه ((سیمه بې ثباته کوي او امریکايي پوځیان په نښه کوي.))

په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له پیل راهیسې امریکا پاکستان ته د نړیوال اېتلاف د ملاتړ په نوم پیسې ورکوي. دا پیسې په هغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو په بدل کې ورکول کېږي چې واشنګټن یې د ځنډولو اعلان وکړ.

د دې په خبره، امریکا څو میاشتې له پاکستان سره خبرې وکړې خو بیا هم وسله والې ډلې په هغه هېواد کې پټنځایونه لري:

((ولسمشر [ډونلډ ټرمپ] د ۲۰۱۷ز کال په اګست کې د جنوبي اسیا په اړه تګلاره اعلان کړه. هغه سپینه کړې وه چې که یو هېواد هغو وسله والو او ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي چې امریکايي پوځیان او چارواکي په نښه کوي، نو ورسره ملګرتیا دوام نشي موندلای. د ولسمشر له وینا راهیسې له څلورو زیاتې میاشتې تېرې شوې او د پاکستان له حکومت سره [زموږ] د لوړپوړو رابطو او خبرو باوجود، طالبان او حقاني شبکه د پاکستان دننه پټنځایونه لري او له هغه ځایه د افغانستان د بې ثباته کولو پلان جوړوي او پر امریکايي او اېتلافي سرتېرو بریدونه هم کوي.))

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټرک ایوانز بېګا وویل، د ترهګرۍ پر ضد د امریکا په مشرۍ د اېتلاف په نوم پاکستان ته ورکول کېدونکي شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالره یې ځنډولې دي.

پاکستان امریکايي ولسمشر نهیلی کړی: مېک ماسټر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:54 0:00

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټوېټر په یوه بیان کې ویلي ول چې هېواد یې پاکستان ته ۳۳ اربه ډالره ورکړي خو اسلام اباد هغو وسله والو ته پټنځایونه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت کوي.

ټرمپ په خپل بیان کې پر پاکستان د مرستو بندولو ګواښ کړی وو.

اسلام اباد وسله والو ته د پټنځایونو ورکولو تور په بیا بیا رد کړی.

د ټرمپ تر بیان یوه ورځ وروسته سپینې ماڼۍ پر اسلام اباد غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد کوټلي اقدامات وکړي که نه په څو ورځو کې به ((مشخص ګامونه)) اعلان کړي چې ورباندې فشار راولي.

خواجه اصف: پاکستان دې نور پر امریکا په پټو سترګو باور نه کوي

امریکايي حکومت وار له مخه پر پاکستان هغه ۲۵۵ میلیونه ډالر مرسته بنده کړې دي چې د امریکايي پوځي سامان اخیستو لپاره کارېدله.

د چارشنبې پر ورځ د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور جیو ټېلېوېژن ته ویلي ول چې هېواد یې له واشنګټن سره د همکارۍ دوام غواړي خو ((پر خپلو ملي ګټو او وقار جوړجاړی نشي کولای.))

غفور زیاته کړه چې پاکستان به د امریکايي حکومت اقداماتو ته ځواب ووايي، خو په دې اړه یې تفصیل ورنکړ.

د پاکستاني وزیراعظم د مالي چارو سلاکار مفتاح اسماعیل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ((د مرستو بندول)) ورته ((تاوان نه رسوي.))

XS
SM
MD
LG