د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د ترکیې عملیاتو امریکا اندېښمنه کړې


پراګ - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ژمنه کړې ده چې د شام په عفرین سیمه کې به عملیاتو ته دوام ورکوي. دا سیمه د کردانو تر واک لاندې ده.

دا اعلان اردغان پرون (د جنورۍ پر ۲۴مه) له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته کړی دی. ټرمپ نوموړي ته ویلي چې له ((هغو اقداماتو دې ډډه وکړي چې له کبله یې د ترکانو او امریکايي ځواکونو تر منځ د شخړې خطر پیدا کېږي.))

د سپینې ماڼۍ ویاندې سېرا سینډرز په یوه بیان کې ویلي، ټرمپ اردغان ته وویل چې په عفرین کې روان تاوتریخوالی په شام کې د واشنګټن او انقرې ((ګډ اهداف)) لکه اسلامي دولت ډلې ته ماته ورکول ((زیانمنوي)).

د ترکیې وزیراعظم بن علي یلدرم ویلي، د دې عملیاتو موخه د شام دننه تر ۳۰ کیلیومیټره پورې سیمه کې امنیتي زون جوړول دي. په دې عملیاتو کې له ترکیو ځواکونو سره د شامي یاغیانو اېتلاف هم برخه اخلي او پکې جنګي الوتکې، ټانکونه او نورې درنې وسلې کارېږي.

ترک ولسمشر اردغان ویلي، دا عملیات به تر منبیج سیمې پورې هم غځوي. دا ښار د کردانو په مشرۍ ځواکونو په ۲۰۱۶ز کال کې له اسلامي دولت ډلې څخه نیولی وو.

یوه کرد چارواکي د جرمني خبري اژانس ته ویلي، امریکايي پوځیان لا هم په منبیج کې دي چې له کبله یې د ترکانو او هغوی تر منځ د غیر ارادي نښتو وېره پیدا شوې. دواړه هېوادونه په ناټو اېتلاف کې شامل دي.

اردغان ویلي، دوی به له عملیاتو سره ټوله سیمه، د ده په وینا له ترهګرو څخه پاکه کړي. انقره د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې جنګېدونکو کردانو ته د ترهګر په سترګه ګوري.

د شام حکومت هم په عفرین کې د ترکیې عملیات غندلي او دې ته یې یرغل ویلی دی.

د روسیې د ولسمشر ویاند دمېتري پېسکوف ویلي، مسکو په پوره پام سره په عفرین کې عملیات څاري او له ترک او شامي حکومتونو سره په رابطه کې دی.

اسوشي اېټډ پرېس اژانس د ناټو اېتلاف د یوه بیان په حواله ویلي، ترکیه ترهګرۍ ځپلې او د خپلې دفاع حق لري خو پر انقرې یې غږ کړی چې متناسب او په پام اقدامات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG