د لاسرسي ځای

تازه خبر

پراګ - د جماعت اسلامي مشر پر حکومت غږ کړی چې د جنوبي وزیرستان د ځوان د وژنې پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.

سراج الحق د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جنوبي وزیرستان نقیب الله مسود لپاره دوعا وکړه او بیا یې په خبرو کې وویل چې هېڅ قانون د هېچا د وژنې اجازه نه ورکوي:

((په هېڅ قانون کې پولیس دا واک نه لري چې ملزم ونیسي او هم هلته یې وولي. د پولیسو دا کار دی چې [مشکوک] کس ونیسي او په ۲۴ ساعتونو کې یې عدالت ته وړاندې کړي.))

د جنورۍ پر ۱۳مه د کراچۍ د ملیر د سیمې پولیس مشر راو انوار ویلي ول چې په نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان درې غړي وژلي دي. ده ویلي ول چې د نقیب الله اصلي نوم نسیم الله دی چې د طالبانو غړی وو.

خو پر ټولنیزو رسنیو عدالت ته تر وړاندې کولو مخکې د خلکو وژنو خلاف د کیمپېن او بیا د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د مسود د وژنې پر ضد د مظاهرو له کبله د سېند حکومت د پېښې پلټنو لپاره کمېټي جوړه کړه.

البته سراج الحق پر حکومت غږ وکړ چې د مسود د وژنې په اړه دې عدالتي کمېشن جوړ کړي او رپورټ دې د سپریم کورټ مشر قاضي ته وړاندې کړي.

ده وویل، حکومت دې د روانې میاشت تر پای پورې د مسود د کورنۍ او قبیلې خلک مطمین کړي:

((حکومت ته ۱۰ ورځې وخت ورکوو. په دې ۱۰ ورځو کې داسې کارروايي غواړو چې ورسره د [نقیب مسود] د قبیلې او خاندان خلک مطمین شي چې حکومت اقدام وکړ او عدالتونو فیصله وکړه.))

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق زیاته کړه چې که حکومت یې غوښتنه و نه منله نو د جنورۍ پر ۳۱مه به په کراچۍ کې د ټولو قامونو د اوسېدونکو لویه جرګه وربولي او خپله کړنلار به ټاکي.

هلته پولیسو د مسود مور و پلار کراچۍ ته وربللي چې پلټنیزه کمېټي یې د دوشبنې پر ورځ بیان واخلي. خو د نقیب مسود د کاکا زوی ډان نیوز ټېلېوېژن ته وویل چې دوی له امنیتي خطر سره مخامخ دي. تر دې وروسته کمېټۍ د پوره امنیت ډاډ ورکړ.

د مسود د وژنې په تړاو د سېند حکومت د ملیر اېس اېس پي راو انوار معطله کړی دی خو په صوبه کې د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پرون خبري غونډې ته وویل، انوار د خپلې دفاع پوره حق لري:

((هغوی باید دا حق ولري. پلټنې شوې دي، اقدام هم شوی خو هغه باید د مقدمې له بهیره تېر شي. نو هغه په پاکې او رڼې مقدمې کې د خپلې دفاع پوره حق لري. زه غواړم چې په هره قضیه کې باید قانون حاکم وي او مقدمه له قانون سره سم، پر مخ لاړه شي.))

بلاول زرداري عدالت تر وړاندې کولو مخکې د وژنو غندنه وکړه او پر وفاقي حکومت یې غږ وکړ چې د دې ډول وژنو د مخنیوي لپاره دې اقدامات وکړي. په عین وخت کې پرون په چمن کې هم د ۲۷ کلن نقیب مسود د وژنې پر ضد مظاهره شوې.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG