د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې سمدستي د مشال راډیو دفتر پرانیزي: د بشري حقونو کمېشن


پراګ - د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشر ډاکتر مهدي حسن د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د دوی اداره به د مشال راډیو د دفتر تړلو پر موضوع له اړونده حکومتي ادارو سره خبرې کوي.

ده وویل، حکومت دې ژر د مشال راډیو دفتر بیا پرانیزي:

((یقیناً دا د غندنې وړ دی او دا بالکل ناسم اقدام دی. داسې باید ونشي. زموږ د ایین ۱۹مه ماده د بیان د ازادۍ په اړه ده چې پکې هر کس ته د خپلې خبرې کولو مکمله اجازه ده. د حکومت دا اقدام د منلو وړ نه دی. حکومت ته په کار دي چې [د مشال راډیو دفتر] فوراً خلاص کړي.))

د اسلام اباد انتظامیې او د پولیسو ځېنو چارواکو د جنورۍ پر ۱۹مه د مشال راډیو دفتر وتاړه. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه فرمان کې، چې رسنیو ته ورکړل شوی ویلي، د استخباراتي ادارې ای اېس ای په سپارښتنه د مشال راډیو دفتر تړي ځکه چې دا له پاکستان ((دښمنه استخباراتي)) ادارو سره تړاو لري او د هغه هېواد ضد خپرونې کوي.

د ازادې اروپا راډیو مشر تامس کېنټ ویلي چې مشال راډیو له هېڅ استخباراتي ادارې سره تعلق نه لري او متوازنه، پر واقعیتونو ولاړه او بې طرفه خبریالي کوي.

په پاکستان کې د رسنیو د حقونو او چارو یوې ادارې فریډم نېټورک پرون پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي چې په هغه هېواد کې د مشال راډیو خبریالان د حکومتي ((اقدام د وېرې له کبله)) کار نشي کولای.

په لاهور کې د رسنیو د حقونو یو فعال او خبریال عدنان رحمت هم د مشال راډیو د دفتر پر تړلو د خپګان څرګندونه کړې:

((یوازې په تور پورې کولو خو [دفتر] باید و نه تړل شي. تر هغو چې یو کس یا اداره مجرمه ثابته نشي، یوه قضیه یې پر ضد نه وي، مقدمه نه وي چلېدلې او تورنې ادارې ته د سپیناوي او ځواب ورکولو حق نه وي ورکړل شوی، تر هغو باید دفتر و نه تړل شي. د پاکستان په ایین کې ۱۹مه ماده د بیان د ازادۍ او د همدې مادې بله برخه معلوماتو ته د لاسرسي د حق ده. نو دا موضوع له دې مادې سره تړلې او له دې سره سم، دا د خلکو حق دی چې له هرې سرچینې چې معلومات تر لاسه کول غواړي، و یې کړي او پر هغو موضوعاتو خبرې وکړي چې له بل ځایه ورته سم معلومات نه تر لاسه کېږي.))

په پاکستان او نړۍ کې د رسنیو د حقونو یو شمېر ټولنو او ادارو د مشال راډیو د دفتر پر تړلو خپګان ښودلی او پر پاکستاني حکومت یې غږ کړی چې خپل اقدام دې بېرته واخلي. خو حکومت د دفتر تر تړلو وروسته پر دې موضوع څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG