د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سېنېټ د اب و هوا پر بدلون اندېښنه ښودلې


پراګ - د پاکستان سېنېټ د اب و هوا پر بدلون او په هغه هېواد کې د تازه اوبو د زېرمو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړې او پر حکومت یې غږ کړی چې که د دې مسلو د هواري هڅې یې ونکړې نو بشري بحران پیدا کېدای شي.

د دوشنبې پر ماښام د سېنېټ د مشر میا رضا رباني په صدارت په غونډه کې د سېند او بلوچستان یو شمېر سېنېټرانو د ځمکلاندې اوبو د زخیرو پر کمېدو بحث وکړ او و یې ویل چې هغه صوبې د تازه او د اوبه خور د اوبو له ((سخت کمښت)) سره مخامخ دي.

د پیپلز ګوند په ګډون د یو شمېر ګوندونو سېنېټرانو پر حکومت انتقاد وکړ چې د اب و هوا د بدلون د مخنیوي لپاره اقدامات نه کوي.

خو د پاکستان د اب و هوا یا اقلیم چارو وفاقي وزیر مشاهد الله خان غونډې ته په وینا کې وویل، د اب و هوا بدلون او د تودوښي درجې زیاتېدل یوه نړیواله مسله ده او د نورو هېوادونو په څېر دوی هم هڅه کوي چې د تودوښي د درجې لوړېدو مخنیوی وکړي.

نوموړي وویل، د دې لپاره په پاکستان کې د داسې انرژۍ یا توانایۍ پر جوړولو کار کوي چې هوا نه ککړوي.

مشاهد الله خان وویل، کله چې په اوړي کې د غرونو واوره ویلي کېږي نو د هغې د زخیره کولو لپاره د بندونو جوړولو اړتیا ده او ورسره باید د پاکستان ټولې صوبې د ځنګلونو ساتنه وکړي:

((د تودوښي د درجې د لوړېدو د مخنیوي یوازې یوه لار ده او هغه دا ده چې موږ باید خپل ځنګلونه وساتو، زیات بوټي کښېنوو. او دا د ټولو صوبو دنده ده چې د هر ځنګه حفاظت په ډېره جدي طریقه وکړي ځکه دا یوازې د حکومت دنده نه ده.))

د اب و هوا د چارو وزیر مشاهد الله خان د اپوزیشن د سېنېټرانو تور رد کړ چې حکومت د اوبو د زخیرو لوړولو لپاره هېڅ نه کوي. ده وویل، حکومت د کلنۍ بودیجې اته فیصده د اقلیم یا ماحولیاتي بدلون د مخنیوي لپاره کاروي خو زیاته یې کړه چې په پاکستان کې به د تازه اوبو د کمښت مسله تر څو کلونو پورې موجوده وي.

XS
SM
MD
LG