د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل پر انټرکانټېنېنټل هوټل وسله وال برید شوی


پراګ - د شنبې یا خالي پر شپه، په کابل کې پر انټرکانټېنېنټل هوټل په برید کې یو وسله وال وژل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، چې د هوټل د تصفیې عملیات روان دي او افغان ځانګړو ځواکونو تر دا مهاله درې منزله تصفیه کړي.

نوموړي زیاته کړه افغان سرتېري هڅه کوي چې څلورم او پنځم منزل هم له وسله الو څخه پاک کړي.

دانش وویل، کېداشي درې نور وسله وال هم پاتې وي.

پر همدې مهال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې حمله کوونکي د پخلنځي له لارې هوټل ته داخل شوي دي.

XS
SM
MD
LG