د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر په کابل کې ځانمرګی برید غندلی


د ډېسېمبر پر ۲۸مه په کابل کې پر اهل تشیع په برید کې ۴۱ کسان وژل شوي ول
د ډېسېمبر پر ۲۸مه په کابل کې پر اهل تشیع په برید کې ۴۱ کسان وژل شوي ول

پراګ - افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د پنجشنبې د شپې ځانمرګي برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې وسله والو ته به سخت ځواب ورکړي.

د جمعې پر ورځ د ولسمشر له دفتره په خپور بیان کې راغلي، ((جنایتکاران باید پوه شي چې له خپلو دغو غیر اسلامي او انسان ضد اعمالو سره د هېواد)) په هېڅ ځای کې خوندي نشي پاتې کېدای.

هلته د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد وايي، په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۵ ژوبل دي.

د مجاهد په خبره، پولیسو د ناقانونه نشه يي موادو او شرابو د خرڅوونکو د احتمالي احتجاج مخه نیوله چې برید وشو.

دا حمله د زیارت پر شپه شاوخوا اته نیمې بجې له مکروریانو سره نېږدې شوې.

شاهدان او پولیس وايي، بریدګر د پولیسو جامې یا یونیفارم اغوستی وو او د خلکو په منځ کې یې چاودنه وکړه.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید مجروح د فرانسې خبري اژانس ته وویل، په ژوبلو کې د ځېنو روغتیايي وضع خرابه ده.

د فرانسې خبري اژانس د یوې امنیتي سرچېنې له خولې ویلي چې په برید کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د ډېسېمبر پر ۲۸مه په کابل کې د اهل تشیع پر فرهنګي مرکز د داعش ډلې په برید کې ۴۱ کسان وژل شوي او ۸۴ ژوبل ول.

XS
SM
MD
LG