پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وايي، یوازې ریاست یا دولت د جهاد اعلانولو اختیار لري.
د جرګې یوه منتظم جاوېد شابيخېل مسود مشال راډیو ته وویل، له تېرو دوو ورځو راهیسې دوی غونډې کوي او د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په جرګه کې خپله کړنلار ټاکي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور ژوبل دي
له حکمتیار سره د سولې معاهده چې لاسلیک شوه او هغوی چې څنګه راغلل او اوس په کوم ډول سیاسي فعالیت کوي او کوم احترام او عزت ورته شته، دا د طالبانو لپاره ښه بېلګه کېدای شي چې د ثبوت بڼه لري.
د پاکستان حکومت دا اقدام پر داسې وخت کړی دی چې په پنجاب کې د ګاډو د ګیسو یا سي اېن جي سټېشنونو ته د ځايي ګیس ورکړه درول شوې چې له کبله
ډاکتر فیصل زیاته کړه د ناقانونه پیسو د څار له نړیوالې ادارې سره تر خبرو او پر کاري پلان تر سلا کېدو وروسته به پاکستان په خړ نوملړ کې ورشامل شي. فنانشل اېکشن ټاسک فورس مشال راډیو ته په برېښلیک کې
عبدالرحیم زیارتوال د چارشنبې یا شورو پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په تېرو څو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.
په برتانیا او پاکستان کې د طبي څېړنو ادارو ویلي، په پاکستان کې د معیادي تبې ناروغي خپره شوې ده چې پکې خاص ستونزه دا ده چې جراثیمو یا مېکروبونو د دود شویو دواګانو پروړاندې مقاومت موندلی دی.
د پښتونخوا سرکاري وکیل په خپلو درخواستونو کې ویلي چې عدالت د شواهدو پر موجودیت سربېره د ۲۶ کسانو په خوشې کولو تېروتنه کړې ده.
حکومت دا سکالرشپونه نه ورکوي، د هرې سیمې او صوبې خلک یې خپله اخلي نو دا د صوبايي حکومتونو او د پارلېمان د غړو قصور دی. ګورئ، تېر کال په سېند کې دوه لاکه ۴۲ زره،
د مظاهرې یوه منتظم غیرت خان مشال راډیو ته وویل، د سوات په قامي جرګه کې شاملو ټولو سیاسي ګوندونو پرېکړه کړې چې احتجاج به کوي
د پاکستان سپریم کورټ د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف د ګوند د مشرۍ څوکۍ ته نااهله کړی دی.
د مظاهرې یوه منتظم غیرت خان ویلي، د دوی د قانوني چارو ډله د پولیسو د اېف ای ار یا پرچې ځواب ورکولو تیاری کوي. دی وايي، لا یې ګرفتارۍ نه دي ورکړې.
ساجدي وايي، د پاکستان سلامتیا او امنیت ته لومړیتوب ورکوي، خو ((که په ډېره اسماعیل خان او فاټا کې امن نه وي)) نو بیا حکومت ته په کار نه دي چې ((سعودي عرب ته پوځیان واستوي.))
د پاکستان پوځ دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د فبرورۍ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې د سعودي عرب له سفیر نواف سعید المالکي سره ولیدل.
د پولیسو ویاند فضل نعیم د پنجشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، دوی د اپریدي شناختي کارډ او پاسپورټ بند کړی دی او د نړیوالو پولیسو له لارې یې په ۱۹۲ هېوادونو کې د هغه د نیولو هڅو ته دوام ورکړی.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، ((دا ډول اقدامات د پاکستان اقتصادي وده زیانمنوي.))
نور وښیئ