د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به په جون کې د مالي څار په "خړ لېسټ" کې شامل شي


پراګ - د پاکستان حکومت او د ناقانونه پیسو د کنټرول او څار نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس) هغه رپورټونه ناسم بللي چې ګواکې هغه هېواد د ترهګرۍ د تمویلوونکو هېوادونو د څار په تور لېسټ کې شامل شوی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل تېر ماسپښين په اسلام اباد کې خبري غونډې ته البته دا وویل چې هېواد به یې د څار په خړ لېسټ کې شامل شي:

((دا خبره چې موږ په خړ لېسټ کې وو او اوس به په تور کې ورشامل شو، بالکل غلطه ده. خو دا سمه ده چې موږ به په جون کې یقیناً په خړ لېسټ کې ورشامل شو.))

ډاکتر فیصل زیاته کړه د ناقانونه پیسو د څار له نړیوالې ادارې سره تر خبرو او پر کاري پلان تر سلا کېدو وروسته به پاکستان په خړ نوملړ کې ورشامل شي.

فنانشل اېکشن ټاسک فورس مشال راډیو ته په برېښلیک کې دوه دوسیې استولې دي چې پکې د تور او د خړ لېسټ د هېوادونو نومونه دي. دې ادارې په خپل خط کې ویلي چې غړي هېوادونه دا واک لري چې تر څار لاندې د یوه هېواد نوم په ډاګه کړي. فنانشل اېکشن ټاسک فورس ۳۷ غړي لري.

ادارې د پاکستان په اړه د پوښتنې په ځواب کې زیاته کړې چې دوی لېسټونه خپروي، او که د یوه هېواد نوم په نوملړ کې ((نه وي)) نو معنا یې دا ده چې هغه د څار په ((هېڅ نوملړ کې شامل نه دی.))

تر دې مخکې یو شمېر پاکستانیو او نړیوالو رسنیو د فبرورۍ پر ۲۳مه د فنانشل اېکشن ټاسک فورس تر غونډې وروسته د چارواکو په حواله ویلي ول چې پاکستان د ترهګرۍ د تمویلوونکو هېوادونو د څار په لېسټ کې شامل شوی دی.

د یادې ادارې په تور لېسټ کې یوازې ایران او شمالي کوریا شامل دي. د دې هېوادونو مالي سرچینې او راکړه ورکړه څارل کېږي او هلته نړیواله پانګونه او کاروبارونه له یو شمېر خنډونو او بندیزونو سره مخامخېږي.

په خړ لېسټ کې د اېتیوپیا، سربیا، سريلانکا، عراق، یمن او د شام په ګډون د ځېنو نورو هېوادونو نومونه دي. فنانشل اېکشن ټاسک فورس د فبرورۍ پر ۲۳مه په بیان کې ویلي، دا هغه هېوادونه دي چې پکې د تورو پیسو سپینولو او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په برخه کې یو لړ ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې دي نو ځکه یې له یادې ادارې سره تر خبرو وروسته د دې نیمګړتیاو د ختمولو لپاره یو اېکشن یا کاري پلان جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG