د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال: یوازې دولت یا ریاست جهاد اعلانولای شي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وايي، یوازې ریاست یا دولت د جهاد اعلانولو اختیار لري.

نوموړي د زیارت پر ورځ په پېښور کې د امنیتي ځواک د سرتېرو د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان د ترهګرۍ خاتمې ته ژمن دی.

ده وویل: ((د اسلام له نظره، یوازې ریاست جهاد کولای شي. تاسې یاست، د پاکستان پوځ دی، د پاکستان ملکي امنیتي ادارې دي، اېف سي ځواک دی، پولیس دي، دا ستاسې په څېر ځوان سرتېري دي چې په پاکستان کې جهاد کوي. له دې [رسمي ځواکونو] پرته په پاکستان کې نور هېڅوک جهاد نشي کولای. شاوخوا ۲،۰۰۰ عالمانو دا خبره کړې ده چې په اسلامي ټولنه کې یوازې ریاست یا دولت د جهاد اعلانولو واک لري.))

احسن اقبال دا څرګندونې هغو وسله والو ډلو ته په اشاره کړې دي چې په پاکستان کې بریدونه د جهاد په نوم یادوي.

په جنورۍ کې په پاکستان کې شاوخوا ۲،۰۰۰ دیني عالمانو یوه فتوا خپره کړه چې پکې یې په هغه هېواد کې ځانمرګي بریدونه حرام وګرځول.

د فتوا په متن کې راغلي چې یو فرد یا ډله دا واک یا صلاحیت نه لري چې جهاد اعلان کړي.

د پېښور په ورسک کې د سکاوټ له روزنیز مرکزه شاوخوا ۶۰۰ سرتېري فارغ شول.

احسن اقبال زیاته کړه چې حکومت یې د رد الفساد په نوم د پوځي عملیاتو له لارې ترهګرو ته ماته ورکوي.

تر رد الفساد مخکې د ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول تر وسله وال برید وروسته، حکومت د ضرب عضب په نوم عملیات اعلان کړي ول او په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې اسلام اباد په سوات او ټولو قبایلي سیمو کې یو شمېر عملیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG