د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالی فیزیکپوه سټیفن هاکېنګ ومړ


یوه هندي هنرمند د پوهاند هاکېنګ تر مړینې وروسته په شګه د هغه مجسمه جوړه کړه

پراګ - د نړۍ نومیالی فیزیکپوه پوهاند ډاکتر سټیفن هاکېنګ د مارچ پر ۱۴مه د ۷۶ کلونو په عمر ومړ.

د نوموړي لور لوسي او زامنو رابرټ او ټېم د چارشنبې یا شورو پر ورځ په یوه پیغام کې وویل: ((په ډېره خواشینۍ وايي چې ګران پلار یې ومړ. هغه یو لوی ساینسپوه او اعلا انسان وو چې کار او میراث به یې تر کلونو ژوندی وي.))

سټیفن هاکېنګ د انګلستان په کېمبرېج کې اوسېده او ویده وو چې مړ شو.

کورنۍ یې وايي، د هغه ((زړورتیا، استعداد یا صلاحیتونو او خوش مزاجۍ د نړۍ خلکو ته الهام ورکړی.))

زه یو داسې ماشوم یم چې هېڅ کله لوی نه شوم.
سټیفن هاکېنګ

سټیفن هاکېنګ تر لسیزو پورې د نظري فیزیک یا طبیعیاتو په ډګر کې کار وکړ، یو شمېر نظریې یې جوړې کړې، مسلې یې حل کړې، په غونډو کې یې ویناګانې کولې او په مستندو فلمونو یا ډاکومېنټریو کې څرګندېده.

دا هر څه نوموړي پر خپلې معیوبۍ یا معذورۍ سربېره وکړل.

په ځوانۍ کې معیوبېدل

هاکېنګ ۲۱ کلن وو چې د موټر نیوران ډیجنرېشن یا د حرکي اعصابو د خرابوالي له کبله شل شو. دا یوه داسې ناروغي ده چې پکې د بدن اعضا حرکت پرېږدي او کار نشي کولای.

ډاکترانو هغه مهال ویلي ول چې هاکینګ به د څو کلونو په موده کې مړ شي.

نوموړي تېر کال بي بي سي ته ویلي ول، دا تصور یې هم نشو کولای چې د ۷۵ کلنۍ تر عمره به ورسېږي.

هاکنګ ۱۷ کلن وو چې په اکسفرډ پوهنتون کې یې زده کړې پیل کړې. درې کاله وروسته په کېمبرېج پوهنتون کې داخل شو.

په ۱۹۶۰ز لسیزه کې یې دوکتورا وکړه او بیا یې د پوهنتون د استاد په توګه دنده هم پیل کړه. خو د ناروغۍ له کبله په بشپړه توګه شل شو او اواز یې خراب شو.

کمپیوټري خبرې

پوهاند هاکېنګ په ۱۹۷۰ز لسیزه کې نمونیا شو. دا د یخ وهلو یو بیکټیریاوي مرض دی چې انسان ډېر کمزوری کوي.

د ده اواز ډېر خراب شوی وو او یوازې کورنۍ یې په خبرو پوهېده. هغه مهال په امریکا کې ساینسپوهانو یوه داسې اله جوړه کړه چې د هاکنګ په مغزو کې به یې الفاظ معلومول او بیا به یې ویل. ځکه یې غږ کمپیوټري وو یعنې خپل اواز یې نه وو.

پوهاند هاکېنګ څو کاله مخکې ویلي ول، معیوبي یې ډېره جدي نه ده:

((زه خوشبخته یم چې معذوري مې ډېره جدي نه ده او له هر څه یې نه یم غورځولی. بې شکه دې ناروغۍ ما ته له نورو ډېرو خلکو زیات وخت راکړی چې د پوهې تنده ماته کړم او د علم په تکل و اوسم.))

د تور سوري نظریه

نوموړي په ۱۹۷۰ز لسیزه کې د لوړ معیار څېړنیزې مقالې خپرې کړې او په ۱۹۷۴ز کال کې یې په کاینات کې د لویو تورو سوریو یا بلیک هولز وجود ثابت کړ.

د امریکا د خلایيي تحقیق اداره ناسا وايي، تور سوری یا بلیک هول په کاینات کې داسې ځای ته وايي چې ((د ثقل کشش پکې له حده زیات وي.)) داسې ځایونه دومره کشش لري چې رڼا هم ورڅخه نشي وتلای همدا لامل دی چې تور سوری ورته ویل کېږي.

په ۲۰۱۴ز کال کې هاکنګ د همدې بلیک هولز په اړه یوه بله څېړنه خپره کړه او د تورو سوریو په اړه یې دودیز فکر چیلېنج کړ. ده وویل، تور سوري یوازې انرژي یا توانايي نه جذبوي بلکې په یوه جلا بڼه یې بېرته کاینات ته خارجوي هم.

نوموړي په ۱۹۸۸ز کال کې د ((وخت یوه لنډ تاریخ)) په نوم کتاب خپور کړ چې ۱۰ میلیونه ګڼې یې خرڅې شوې او تر ننه یو معتبر ساینسي اثر بلل کېږي.

د نړۍ او ژوند راتلونکې ته اندېښنه

هاکنګ د فیزیک تر څنګ پر نړیوالو مسلو هم خبرې کولې او د انسانیت راتلونکې اندېښمن کړی وو.

ده به ویل چې اټومي او نورې لویې وسلې د انسانانو او ځمکې وجود ته خطر پېښوي. هاکنګ ویلي ول چې د نړۍ د اقلیم یا اب و هوا بدلېدل یو لوی ګواښ دی:

((زه فکر کوم چې پر ځمکه ژوند، د یوه ناورین په نتیجه کې د بالکل ختمېدو له زیاتېدونکي خطر سره مخامخ دی. [دا ګواښونه] د مثال په ډول، د نړۍ د تودوښي د درجې لوړېدل، اټومي جګړه یا په جنیاتي یا جنېټېک ډول د جوړو وایرسونو [په بڼه کېدای شي]. زه فکر کوم انساني نسل که خلا ته ولاړ نشي [او د خلا په اړه څېړنې ونکړي] نو هېڅ راتلونکې نه لري. نو ځکه زه خلک په خلا [او د دې په اړه د پوهې په تر لاسه کولو] کې دلچسپۍ یا لېوالتیا ته هڅوم.))

"زه ماشوم یم"

پوهاند هاکېنګ یوازې ۳۲ کلن وو چې د برتانیې د شاهي ټولنې غړی شو. دا د هغه هېواد تر ټولو لویه اکاډمیکه اداره ده.

دی په کېمبرېج پوهنتون کې د ریاضي او فیزیک استاد وو او په ۲۰۰۹ز کال کې یې استعفا ورکړه.

نوموړي د نړۍ له ګڼو هېوادونو څخه جایزې تر لاسه کړې وې.

پوهاند سټیفن هاکېنګ د برتانیې د فلمي جایزو یوې غونډې ته ویلي ول:

((زه یو داسې ماشوم یم چې هېڅ کله لوی نه شوم. زه تر ننه دا پوښتنې کوم چې پلانی کار ولې وشو او څنګه کېږي؟ او یوازې کله کله ځواب پیدا کړم.))

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG