د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل بهیر: د ولسمشر وړاندیزونه به طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي؟


پراګ - افغان ولسمشر د چارشنبې پر ورځ وویل، که طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي، افغان حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني، اوربند وکړي نو هغوی به د سیاسي ګوند په توګه وپېژني.

اشرف غني د کابل بهیر غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره ملي اجماع پیدا کوي او که طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي نو امکان شته چې په قانوني ډول په ایین یا اساسي قانون کې د ځېنو ترمیمونو یا بدلونونو هڅې هم وشي.

دا لومړی ځل دی چې افغان ولسمشر طالبان د سیاسي ګوند په توګه د پېژندو او په اساسي قانون کې د تعدیل اشاره ورکړې ده.

د اساسي قانون د تعدیل بهیر ډېر پېچیده دی.
وحید وطنیار

خو د جرمني په هایډلبرګ پوهنتون کې د سیاسي علومو څېړونکي وحید وطنیار د چارشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، د سیاسي ګوند په توګه د طالبانو د پېژندو خبره نوې نه ده ځکه چې په جګړه ځپلو ټولنو کې دا ډول اقدامات کېږي:

((که چېرې تاسو د جنګ ځپلو هېوادونو تاریخ ته وګورئ، هغه هېوادونه چې د سولې بهیر پکې پر مخ نیول شوی، هلته داسې وړاندیزونه تقریباً معمول دي. که د سیاسي علومو له نظره ورته وګورې نو طالبان اوس هم د سیاسي ګوند غوندې دي البته نظامي اړخ زیات [لري].))

وطنیار زیاتوي چې د افغانستان په اساسي قانون کې بدلون په مشکله کېدای شي:

((که هغوی په افغانستان کې او یا د افغانستان د دولت په سېسټمونو کې شاملېږي او خپل فعالیتونه پر مخ وړي نو دا به ښه کار وي. او دویم ټکي ته چې ولسمشر ورته اشاره کړې، ښه پېشنهاد دی خو د اساسي قانون د تعدیل بهیر به تاسو ته معلوم وي چې هغه ډېر پېچیده دی.))

دقیقاً چې د طالبانو تر راتګ مخکې په قانون کې تعدیلات نه راځي
اباسین بریال

هلته په کابل کې د سیاسي چارو بل پو اباسین بریال د ولسمشر اشرف غني وړاندیزونه اغېزناکه بولي او ګڼي چې کېدای شي دا طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي:

((له [ګلبدین] حکمتیار سره د سولې معاهده چې لاسلیک شوه او هغوی چې څنګه راغلل او اوس په کوم ډول سیاسي فعالیت کوي او کوم احترام او عزت ورته شته، دا د طالبانو لپاره ښه بېلګه کېدای شي چې د ثبوت بڼه لري.))

طالبان اوس هم د سیاسي ګوند غوندې دي البته نظامي اړخ زیات [لري].
وحید وطنیار

بریال وايي، ((هغه فرصتونه چې په نوې طرحه کې [طالبانو] ته وړاندې شول پخوا په دې شکل باندې نه ول چې دوی ته د سیاسي حزب جوړېدو، د سیاسي فعالیت، د بندیانو خلاصولو او ان په اساسي قانون کې د تعدیلاتو خبره د لومړي ځل لپاره مطرح کېږي – دا د طالبانو لپاره ډېره مهمه خبره ده. دقیقاً چې د طالبانو تر راتګ مخکې په قانون کې تعدیلات نه راځي خو معنا یې دا ده چې ډېر واضح دوی ته وویل شول چې هو، که تاسو د اساسي قانون په اړه ملاحظات ولرئ، اجماع رامنځ ته شي او تاسو د اجماع برخه و اوسئ نو دا تعدیلات داسې نه دي چې ناممکن به وي.))

اباسین بریال زیاتوي چې طالبان اوس د جګړې په ډګر کې هم له فشار سره مخامخ دي نو ځکه هیلې شته چې هغوی به خبرو ته حاضر شي او د سولې بهیر به پر مخ ولاړ شي. د کابل بهیر په غونډه کې د ۲۵ هېوادونو او ځېنو نړیوالو سازمانونو استازو او پلاویو ګډون کړی.

XS
SM
MD
LG