د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون تحفظ غورځنګ په باړه کې جلسه کړې


د پښتون تحفظ غورځنګ د کوټې د جلسې منظر
د پښتون تحفظ غورځنګ د کوټې د جلسې منظر

پراګ - د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د خیبر په باړه کې د پښتون تحفظ موومنټ جلسې ته سلګونه فعالان، سیاستوالان او د ګوندونو سیمه ییز مشران ورغلي.

دوی په خپلو ویناګانو کې هغه غوښتنې یو ځل بیا بیان کړې چې د پوره کولو لپاره یې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنی پرلت وهلی وو.

ویناوالو د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې په کراچۍ کې د نقیب مسود په وژنه کې ککړ پولیس افسر راو انوار دې ژر تر ژره ونیسي، ورک کسان دې عدالت ته وړاندې کړي او که بېګناه وي نو خوشې دې کړي، ماورای عدالت وژنې دې ودروي او په قبایلي سیمو کې دې پر امنیتي پوستو ځورونې ودروي.

په خیبر کې د پښتون تحفظ غورځنګ کنوېنر او د قبایلي سیمو د وکیلانو ټولنې مشر رحیم شاه په وینا کې وویل، پر دوی تور پورې کېږي چې د پاکستان او پوځ ضد دي.

ده وویل، دا تور ناسم دی ځکه چې غوښتنې یې ټولې اییني دي.

تر جلسو وروسته د غورځنګ د غړو او فعالانو پر ضد پرچې هم دایرې شوې
تر جلسو وروسته د غورځنګ د غړو او فعالانو پر ضد پرچې هم دایرې شوې

رحیم شاه زیاته کړه چې پښتون تحفظ غورځنګ د پاکستان پر لانجمنو موضوعاتو لکه قبایلي اصلاحاتو هېڅ نظر یا دریځ نه ورکوي.

یوه بل فعال کریم مسود وویل، د راو انوار د نیولو په ګډون د ټولو مسلو هوارېدو او د غوښتنو تر پوره کېدو به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د پښتون تحفظ موومنټ غړي او مشران وايي، د باړې غونډه د پېښور د جلسې د تیاریو برخه ده.

تر دې مخکې غورځنګ د بلوچستان په ژوب، کلا سیف الله او کوټه کې هم جلسې کړې وې چې تر هغې وروسته یې د مشرانو او فعالانو پر ضد د هغې سیمې په تاڼو کې پرچې هم دایرې شوې.

د همدې پرچو پر ضد د خالي پر ورځ فعالانو په پېښور او ډېره اسماعیل خان کې مظاهرې وکړې.

XS
SM
MD
LG