د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عاصمې راني وژنه کې ککړ کس عدالت ته وړاندې شو


د کواټ د پولیسو مشر عباس مجید مروت پېښور کې خبري غونډې ته وینا کوي.
د کواټ د پولیسو مشر عباس مجید مروت پېښور کې خبري غونډې ته وینا کوي.

پراګ - د کواټ پولیس وايي، د عاصمې راني په وژنه کې ککړ کس مجاهد الله اپریدی د یکشنبې پر ورځ عدالت ته وړاندې شو.

مشال راډیو ته په استولي بیان کې پولیسو ویلي، قاضي ریاض اسلم، اپریدی پولیسو ته وسپاره چې په ۱۰ ورځو کې ورڅخه پوښتنې وکړي.

تر دې مخکې د یکشنبې پر ورځ د پولیسو مشر عباس مجید مروت په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، د طب کالج زده کوونکې عاصمې راني د وژنې مرکزي ملزم مجاهد الله اپریدی یې د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) له لارې د نړیوالو پولیسو په مرسته ونیو.

ده وویل، اپریدي په متحده عرب اماراتو کې مسلسل ځای بدلاوه.

مروت هغه رپورټونه رد کړل چې پولیس د راني په وژنه کې د ککړ کس نیولو پر وخت تر سیاسي فشار لاندې ول.

ده وویل، له عدالته به د اپریدي حراست غواړي او ((په پوره شفافه طریقه به پلټنې کوي.))

مروت وویل، د جنورۍ پر ۲۷مه چې عاصمه راني وویشتل شوه نو دوی له هغه وخت راهیسې د مجاهد اپریدي ورور، صدیق الله اپریدی او د هغوی ملګری شاهزېب نیولي دي.

د کواټ پولیس مشر وايي، مجاهد اپریدی د پنجشنبې پر ورځ په اماراتو کې نیول شوی وو او د خالي پر شپه د اسلام اباد پر هوايي ډګر دوی ته وسپارل شو.

د راني کورنۍ وايي، نوموړې له خپلې ورېندار سره له بازاره کور ته روانه وه چې مجاهد او صادق اپریدي وویشته.

د نوموړې خور صفیې راني تېره میاشت مشال راډیو ته ویلي ول چې عاصمه د ژمي په چوټیو یا رخصتیو کور ته ورغلې وه او اصلاً یې د اېبټ اباد په یوه طبي کالج کې زده کړې کولې.

تر پېښې وروسته د عاصمې یوه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه چې پکې هغې پر مجاهد اپریدي تور پورې کړ چې ورباندې حمله یې کړې.

صفیه راني وايي، د دوی ورور د عاصمې هغه ویډیو جوړه کړې وه.

د کواټ پولیس مشر عباس مجید مروت خبري غونډې ته وویل، مجاهد اپریدی وار له مخه جنايي یا کرېمېنل رېکارډ لري.

د کواټ یوه پولیس چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پر مجاهد او صادق اپریدي د یوه بل قتل تور هم وو خو چون هغه پېښه د شپې مهال شوې وه او شواهد نه ول نو ځکه دواړه وروڼه رسمي تورن شوي نه ول.

تېره میاشت د راني کورنۍ له عدالته غوښتنه کړې وه چې د امنیتي خطر له وجې دې قضیه پېښور ته انتقال کړي.

د کواټ پولیس چارواکی وايي، دوی د عاصمې د کورنۍ حفاظت ته ژمن دي، د هغې له کور سره یې یو پولیس هم درولی دی او د کورنۍ غړي یې چې عدالت ته ځي نو هغه وخت یې هم امنیت ساتي.

د عاصمې راني د وژنې د پېښې نوټس سپریم کورټ هم اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG