د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو مشران او ځوانان په پېښور کې جرګه کوي


د غونډې منتظم وايي، جرګه یې د پښتنو د دودیزې جرګې بڼه لري
د غونډې منتظم وايي، جرګه یې د پښتنو د دودیزې جرګې بڼه لري

پراګ - د قبایلي سیمو مشران او ځوانان په پېښور کې ورغونډ شوي او د جرګې له لارې د خپلو ستونزو پر هواري بحث کوي.

د جرګې یوه منتظم جاوېد شابيخېل مسود مشال راډیو ته وویل، له تېرو دوو ورځو راهیسې دوی غونډې کوي او د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په جرګه کې خپله کړنلار ټاکي.

دی وايي، جرګه یې له هېڅ سیاسي ډلې یا ګوند سره تړلې نه ده بلکې د ټولو قبایلي سیمو ولسي مشران یې ورغونډ کړي دي ځکه چې له تېره څه د پاسه یوه لسیزه راهیسې د هغو سیمو د مسلو د هواري لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

شابيخېل مسود وايي، د دې جرګې په نتیجه کې یو څلوېښتي یا کاري ډله جوړوي چې په هره قبایلي سیمه کې به فعاله وي.

دی زیاتوي چې کاري ډله یې بشپړ جمهوري جوړښت لري.

د غونډې ګډونوال او قبایلي مشر ملک سرور خان مسود وايي، د دوی د جرګې تر ټولو مهمه موضوع په قبایلي سیمو کې امنیت ټینګول دي.

دی زیاتوي چې تر پرېکړې وروسته له حکومتي چارواکو سره ویني او ورسره د خپلو سیمو د امنیت په اړه یوې نتیجې ته رسېدل غواړي.

په پېښور کې د جرګې تر پیل مخکې د قبایلي سیمو مشرانو او ځوانانو اتڼ هم وکړ.

XS
SM
MD
LG