د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني حکومت د تېلو بیې لوړې کړې


پراګ - د پاکستان د تېلو او ګیس د انتظام ادارې (اوګرا) تېر ماښام په بیان کې ویلي چې سر له ننه (د مارچ لومړۍ) به په هغه هېواد کې د یو لیټر پېټرولو بیه ۸۸ روپۍ وي. په فبرورۍ کې د یو لیټر پېټرولو بیه ۸۴ نیمې روپۍ وه.

د پاکستان حکومت دا اقدام پر داسې وخت کړی دی چې په پنجاب کې د ګاډو د ګیسو یا سي اېن جي سټېشنونو ته د ځايي ګیس ورکړه درول شوې چې له کبله یې د پېټرولو او ډیزلو غوښتنه یا تقاضا زیاته شوې او د شنونکو په وینا، په مارچ کې د تېلو د بیو لوړېدل به پر ولس مستقیم اغېز ولري.

اوګرا په بیان کې ویلي چې د ډیزلو بیه هم لوړوي چې په دې ډول به د یو لیټر ډیزلو بیه ۹۸ روپیو ته ورسي.

دې ادارې د یو لیټر خاورو تېلو بیه شپږ روپۍ زیاته کړې چې اوس یې نرخ ۷۶ روپۍ ته ختلی دی.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو شنونکي وايي، حکومت له څلورو میاشتو راهیسې د تېلو بیې ځکه لوړوي چې د امریکايي ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت کم شوی او د پاکستان نړیوال سوداګریز تاوان یا خساره زیاته شوې ده.

د مالي او اقتصادي چارو لپاره د پاکستاني وزیراعظم مشاور مفتاح اسماعیل په فبرورۍ کې رسنیو ته ویلي ول چې د هند، بنګلادېش او ترکیې پرتله په پاکستان کې لا هم د تېلو بیې ټیټې دي.

خو شنونکي وايي، د تېلو بیو له لوړېدو سره د ټرانسپورټ لګښتونه هم زیاتېږي چې د ورځني استعمال د شاوخوا ټولو شیانو د بیو د لوړېدو او ګرانۍ لامل کېږي.

XS
SM
MD
LG