د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د "مشورو" لپاره له هنده خپل سفیر هېواد ته بللی


پراګ - پاکستان له هند څخه خپل سفیر هېواد ته وربللی دی چې مشورې ورسره وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د پنجشنبې یا زیارت پر ماسپښين په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، دا په نوي دلي کې د پاکستانیو ډېپلوماټانو تر ځورونې وروسته کوي.

ده وویل، پر احتجاج او شواهدو سربېره یې د هند له لوري مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

ډاکتر فیصل وویل، د دې په غبرګون یې په اسلام اباد کې هندی سفیر جې پي سېنګ د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښت او ورته یې ((سخت احتجاج)) وکړ.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په هند کې پاکستاني سفارت ویډیوګانې خپرې کړې دي چې ښيي د ډېپلوماټانو ګاډو پسې یې پر موټر سایکل سپاره کسان ځي او د ګاډو مخې ته یې نور موټر ورو روان دي چې د دوی رفتار ورو کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل په خبري غونډه کې وویل، دا د ډېپلوماټانو ((قصدي ځورونه ده)) او د دوی پر شکایتونو سربېره دا ډول پېښې په بیا بیا شوې دي.

په هند کې د پاکستان ډېپلوماټانو ویلي چې د ځورونې تازه پېښې د سې شنبې او چارشنبې پر ورځو شوې دي او په تېرو دوو اوونیو کې له ۲۵ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو د وزارت ځېنو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط دي هندو ورځپاڼې او نورو رسنیو ته ویلي، په اسلام اباد کې د هندیو ډېپلوماټانو د ځورونې پېښې ((زیاتې شوې دي.))

دي هندو ورځپاڼې د جمعې پر سهار د چارواکو په حواله ویلي دي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په پاکستان کې هم د هندیو ډېپلوماټانو د ځورولو پېښې روانې دي.

دوی زیاتوي چې په نوي دلي کې شوې پېښې ښايي د اسلام اباد د هغو غبرګون وي.

د ډېپلوماټيکو او سفارتي اړیکو په اړه د ویانا کنوېنشن وايي چې د ډېپلوماټانو ساتنه او امنیت د کوربه هېواد ذمه واري وي.

د هغوی امنیت ته ګواښ یا ځورونه د ډېپلوماټیکو قوانینو خلاف ورزي بلل کېږي.

هند د پاکستان له خوا د مشورو لپاره د سفیر وربللو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي خو د کنټرول پر کرښه او په کشمیر کې د تاوتریخوالي له کبله د دواړو هېوادونو اړیکي له تېر شاوخوا یو کال راهیسې خراب دي.

XS
SM
MD
LG